د لاس رسي وړ اتصالات

مکرنن: له کار نه په لرې کېدو مایوسه یم


په افغانستان کې د امریکا پخوانی نظامي قومندان جنرال ډیویډ مکرنن وايي، له دې امله سخت مایوسه شوی چې په افغانستان کې د خپلې دندې د یوه کال له پورې کولو مخکې له کاره لرې کړل شو.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس دوه میاشتې مخکې وویل د افغانستان د ماموریت لپاره یو نوی ذهنیت پکار دی او د جنرال مکرنن پر ځای یې بل قومندان مقرر کړ.

جنرال مکرنن پرون د چهارشنبې په ورځ د امریکا د دفاع په وزارت یا پنټاگون کې په رسمي ډول د خپل تقاعد د اخیستلو پر وخت وویل، د کار نه د گوښه کېدو له امله ډیر مایوسه شوی او د خجالتئ احساس کوي.

د دفاع وزیر رابرټ گیټس هغه یو باتجربه مشر وباله او ویې ویل چې خپل مسئولیتونه یې په عالي مهارت او وفادارئ تر سره کړي دي.

مکرنن هم په ځواب کې گیسټ وستایه او هغه یې په خپله کاري تجربه کې تر ټولو غوره د دفاع وزیر وباله.

XS
SM
MD
LG