د لاس رسي وړ اتصالات

د ناپېیلو هیوادونو په غونډه کې د هند او پاکستان خبرې


د هند او پاکستان صدراعظمانو ویلي دي چې د تروریزم په خلاف اقدامات باید د دوی تر منځ د سولې له مذاکراتو سره ونه تړل شي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني او د هند صدراعظم منموهن سینگ نن د پاپېیلو هیوادونو په غونډه کې له خبرو وروسته یوه مشترکه اعلامیه خپره کړه. د دوی د خبرو هدف د هند د ممبئ پر ښار باندې د تیر نومبر د تروریستي حملو وروسته د دواړو ملکونو تر منځ د را پیدا شوي جنجال هوارول ښودل شوی دی.

د پاپېیلو هیوادونو دغه کلنۍ عالي غونډه د مصر په شرم الشیخ کې روانه ده.

ښاغلي گیلاني د چهارشنبې په ورځ وویل، دی باور لري چې له هند سره یې د هیواد مناسبات ښه شوي دي او له دې امله مطمین دی چې په جنوبي آسیا کې دومداره ثبات راتلای شي.

ښاغلي گیلاني د پاپېیلو هیوادونو د مشرانو غونډې ته په خبرو کې وویل، د ثبات له راتلو وړاندې دا مهمه ده چې د هند او پاکستان تر منځ د کمشیر د مسئلې په څېر ځنیې عمده جنجالونه حل شي.

د ناپېیلو هیوادونو د مشرانو غونډه د چهارشنبې په ورځ د "سولې او پرمختگ لپاره د نړیوال پیوستون" تر عنواد لاندې پیل شوه.

په غونډه کې د ٥٠ نه د زیاتو ملکونو مشران برخه لري. په غونډه کې شاملو مشرانو وویل چې د نړیوالې اقتصادي وضعې د بهتره کولو لپاره باید جدي اقدامات وشي.

د ناپېیلو هیوادونو د مشرانو لومړئ غونډه په ١٩٦١م کال کې جوړه شوه. دا نهضت د ساړه جنگ په زمانه کی جوړ شو او هدف یې دا وو چې د پخواني شوروي اتحاد او متحده ایالاتو تر منځ به خپله بې طرفي ساتي.

د دې نهضت غړي ملکونه د ټولې نړۍ د نفوس شپږ پنځوس فیصده تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG