د افغانستان په جنوب ختیځه برخه کې د طالبانو یوه قومندان خبرداری ورکړی چې که امریکايي عسکر په پکتیکا او غزني کې خپل عملیات بند نه کړي نو له ځان سره بندي امریکايي عسکر به ووژني.
د مولوي سنگین په نامه د طالبانو دغه قومندان وايي، تر اوسه پورې له دوی سره بندي امریکايي عسکر روغ رمټ دی.
د امریکا د پوځ یوې ویاندې الزبیت متیاس وویل، په دغو دوو ولایتونو کې یې چاپي پاڼې خپرې کړي چې ددغه عسکر د راخوشې کولو غوښتنه پکې شوې ده.
امریکايي قواوې وايي، دغه عسکر تیره میاشت د پکتیکا په ولایت کې هغه وخت ونیول شو چې له دریو افغانانو سره یو ځای له پوځي اډې نه ووت.
په عین وخت کې، د کنړ په ولایت کې افغان او د ناټو عسکرو ویلي چې دوه دوه مشکوک تندروان یې وژلي او څلور نور یې نیولي دي.