د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې امریکايي جیټ الوتکه رالوېدلې


د امریکا پوځ وايي، د دوی یو P-15 ډوله جیټ الوتکه نن سهار وختي د افغانستان په خیتځ کې راولوېدله او د الوتکې د عملې دواړه غړي پکې ووژل شول.

د پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه جیټ الوتکه په سیمه کې د روانو عملیاتو په دوران کې رالوېدلې ده.

په اعلامیه کې د الوتکې د رالوېدو علت نه دی ښودل شوی خو ویل شوي چې د دښمن په فیر نه ده لگېدلې.

ایتلافي قواوې دا وخت د افغانستان په جنوب کې د هلمند په ولایت کې په پراخو عملیاتو بوخت دي. دوی وايي هدف یې د سیمې نه د طالبانو ایستل او د آینده انتخاباتو لپاره د امنیت تامینول دي.

د جمعې په ورځ د کندهار په سپین بولدک کې د سرک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې ١١ ملکي خلک ووژل شول چې پنځه یې ماشومان وو.

دغه پیښې د افغانستان او پاکستان د گډ سرحد سره نږدې وشوه.

XS
SM
MD
LG