د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: امریکا پر هند فشار ندی اچولی


د امریکا خارجه وزیرې هیلري کلینټن دا آوازې رد کړي چې امریکا پر هند باندې فشار اچولی چې له پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړي، که څه هم هند فکر کوي چې پاکستان د تروریزم د مخنیوي په لاره کې کافي اقدامات نه دي کړي.

کلینټن نن د هند د ممبۍ په ښار کې خبریالانو ته خبرې کولې چیرې چې په تیر نومبر کې په یوې تروریستي حملې کې ١٦٦ تنه ووژل شول. هند وايي، حمله کوونکو له پاکستان سره تړاو درلود.

میرمن کلینټن وویل، پاکستان په دې وروستیو میاشتو کې په خپل ملک کې د تروریزم د مخنیوي لپاره کافي اقدامات کړي دي او تمه یې وښوده چې د ممبۍ په حملو کې تورن لاس لرونکي به ډیر ژر محاکمې ته حاضر کړل شي.

هغې وویل، امریکا پر هند یا پاکستان باندې فشار نه دی اچولی چې په خپلو کې مذاکراتو ته کښیني. کلینټن وویل، دا د هند او پاکستان په حکومتونو پورې اړه لري چې په خپل منځ کې مشکلات هوار کړي.

د دغو دواړو ملکونو صدراعظمانو د پنجشنبې په ورځ په مصر کې د ناپېیلو هیوادونو د غونډې په ترڅ کې خبرې وکړې.

د امریکا د خارجه وزیرې په حیث دا هند ته د هیلري کلینټن لومړنی سفر دی. دا غواړي د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د هند او امریکا د همکاریو پر زیاتېدو باندې تاکید وکړي.

XS
SM
MD
LG