د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د طالبانو پر مرکز بمباري کړې


د پاکستان پوځي چارواکي وايي، د دوی جټ الوتکو نن د اورکزیو په قبایلي سیمه کې د طالبانو د مشهور قومندان پر مرکزونو باندې بمباري کړې او ډیر تندروان یې وژلي دي.

چارواکي وايي، په دغو بمباریو کې د قومندان حکیم الله مرکز تباه شوی خو دا نه دي ویل شوي چې د حملې پر وخت هغه په سیمه کې موجود وو او که نه.

حکیم الله په پاکستان کې د طالبانو د مشر بیت الله محسود مهم مرستیال گڼل کیږي. د محسود په اړه ویل کیږي چې په پاکستان کې پر ملکي هدفونو باندې حملې کوي او د القاعدې سره لاس لري.

د پاکستان په صوبه سرحد کې د پوځ د هغو عملیاتو په نتیجه کې چې د تندروانو په خلاف د تیرو دوو میاشتو راهیسې ادامه لري نږدې دوه میلیونه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

مرستندویه ټولنې د پاکستان دغو بې ځایه شویو خلکو ته د مرستو په رسولو بوختې دي.

د پاکستان چارواکو پرون وویل، نږد ١٠ زره بې ځایه شوي خلک په سوات کې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG