د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: له غرب سره ښې اړیکې غواړو


د ایران د اتومي انرژئ د چارو نوي ټاکل شوي رئیس د ایران او لویدیځ تر منځ د خصومت له منځه تلل غوښتي او د اعتماد د زیاتېدو غږ یې کړی.

علي اکبر صالحي پر دغه پوست باندې له مقررېدو یوه ورځ وروسته خبرې کولې.

ښاغلي صالحې له دې وړاندې د اتومي انرژې په نړیواله اداره کې د ایران سفیر و.

په ٢٠٠٣م کال کې صالحي د ملگرو ملتونو د اتومي انرژې له ادارې سره یو پروتوکول امضا کړ چې له مخې یې دغې ادارې کولای شول د ایران اتومي بټۍ له نږدې په دقیق ډول معاینه کړي.

جمهور رئیس احمدي نژاد وروسته ددغه معاینې د درېدلو امر وکړ.

صالحي د غلام رضا آغازاده پر ځای مقرر شوی چې د پنجشنبې په ورځ یې ناببره استعفی اعلان کړه.

آغازاده د ایران په انتخاباتو کې د ماتې خوړلي کاندید میر حسین موسوي سره نږدې اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG