د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان د همکاری نوې ژمنه وکړه


افغانستان او پاکستان ژمنه کړې چې د تروریزم په خلاف په مبارزه کې به همکاري زیاتوي، د مشترک سرحد امنیت به نور هم ټینگوي او د مشکوکو ترهگرو د نیولو لپاره به همکاري کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ له خپل پاکستاني هم منصب رحمن ملک سره په کابل کې وکتل.

دا په داسې حال کې ده چې په زابل کې په یوې ځانمرگې حملې کې د ملی اردو درې عسکر ووژل شول.

په ننگرهار کې دوه ملکي خلک او درې تندلا‏ري هغه وخت ووژل شول چې ځايي خلکو د ملي اردو پر یوه عسکر باندې د تندلارو د

حملې مخه ونیوله.

د ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزي وویل، ځايي خلکو ١١ طالبان نیولي چې اته یې د پاکستان دي.

XS
SM
MD
LG