د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ملکي هلیکوپتر رالویدلی


ناتو وایی چی د افغانستان په جنوب کی یو ملکی هیلوکوپټر په ځمکه رالویدلی او ١٦ تنه پکی وژل شوی دی.

د ناتو چارواکی وایی چی روسی ساخت میگ ٨ هیلو کوپټر نن په داسی حال کی په ځمکه راولویده چی د کندهار د هوایی ډگر نه یی پرواز وکړ.

د سیمی نه په رارسیدلی پوه رپوټ کی ویل شوی چی دی الوتکی کی ١٧ تنه سپرلی درلودی.

د کندهار د هوایی ډگرپه سیمه کی د ناتو تر ټولو غټه اډه پرته ده.

بل پلو د امریکا د پوځ یوه الوتکه د کنړ په ولایت کی په عاجله توگه په ځمکه کیناستو ته مجبوره شوه.

د امریکا د پوځ یو نطاق وایی په دغو الوتکو باندی د کومو ډزو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG