د لاس رسي وړ اتصالات

ګیټس: د افغانستان وضعه باید بدله شي


د امریکا د دفاع وزیر د یوی امریکایی ورځپانی سره په مرکه کی د افغانستان په اړه په پرمختگ باندی ټینگار وکړ.

رابرت گیتس د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼی ته په مرکه کی وویل چی د امریکا په مشری قواوی باید تر راتلوتکی کال پوری وضعی ته تغیر ورکړي تر څو په خلکو کی داسی نظر خپور نشی چی گڼی د جنگ گټل ناممکن دی.

هغه په دی مرکه چی نن خپره شوه راغلی چی په هرډول حالت کی په افغانستان کی بریالیتوب اوږده موده پکار لری،او امریکا نشی کولای په یوه کال کی جنگ وگټی .

هغه وویل چی د عراق د تجربی نه دا مونږ ته ثابته شوه چی په لنډه موده کی د جنگ گټل مشکله ده بلکه اوږده موده ورته پکار ده.

د امریکا د دفاع وزیر وویل چی امریکایی عسکر ستړی شوی او د امریکا خلک هم ستړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG