د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: افغانستان کې زندانونه باید اصلاح شي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن لیکلي چې د امریکا پوځ د یوې څیړنې په نتیجه کې ویل شوي په کار دي چې په افغانستان کې د جنجالي امریکايي زندانونه او د افغانستان د قضايي سیستم په اړه له سره غور وشي.

نیویارک ټایمز لیکي، د امریکايي زندانونو او د افغانستان د قضايي سیستم په اړه د له سره غور کولو او اصلاحاتو د رامنځته کولو امر د هغو اندېښنو په ځواب کې شوی چې وايي، په زندانونو کې خلک شکنجه کیږي او طالبان په زندانونو کې د خان لپاره جلب او جذب کوي.

ورځپاڼه لیکي، د زندانونو په اړه اندېښنې تر دې سرحده رسېدلي چې د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس جنرال مایک مولن تیره هفته په افغانستان کې خپلو ټولو نظامي قومندانانو ته یو خط ولیږه او له دوی نه یې وغوښتل چې له زندانیانو سره خپله رویه ښه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، د کابل په شمال کې د بگرام زندان د افغانانو لپاره په یوه شوم او وېروونکي سمبول باندې بدل شوی دی. مخکې داسې رپوټونه څو څو ځله خپاره شوي وو چې په همدې زندان کې له زندانیانو نه په ډیرو زوروونکو طریقو تحقیقات شوي، خوب ته نه دي پرېښودل شوي. په ٢٠٠٢م کال کې دوه افغان بندیان په همدې زندان کې د امریکايي عسکرو له خوا د وهلو ټکولو لاندې مړه شول.

نیویارک ټایمز لیکي، په وروستیو څو کلونو کې که څه هم د بگرام په زندان کې وضعه ښه شوې خو په افغاني زندانونو کې چې ١٥٠٠٠ تنه پکې بندیان دي حالت د اندېښنې وړ دی او وخت نا وخته پکې له تاوتریخوالي ډکې پیښې کیږي.

د بشري حقوقو مدافعین وايي، د افغانستان په عدلي او قضايي سیستم کې د فساد له امله د خلکو حقوق پامالیږي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د مرستو اداره یا یوناما په خپل یو رپوټ کې چې په همدې روان کال کې یې خپور کړ، ویلي:

"په ټول افغانستان کې افغانان د پولیسو، څارنوالانو او قاضیانو په لاس بندي کیږي او په دې برخه کې قانون ډیر کمزوری دی".

نیویارک ټایمز لیکي، ددې مسایلو د حل کولو لپاره د امریکايي قومندان تورن جنرال ډاگلس سټون ته دنده ور سپارل شوې ده. دغه جنرال په دې مشهور دی چې په عراق کې یې د امریکايي زندانونو د وضعې په بهتره کولو کې مهم رول درلود.

د ځینو چارواکو په قول، جنرال سټون په خپل یوه رپوټ کې چې تر اوسه نه دی خپور شوی خو د عالي رتبه چارواکو تر غور لاندې دی، پیشنهاد شوی چې باید په زندانونو کې ډیر سخت افراطي عناصر له عامو بندیانو جدا شي چې دا وخت ټول یو ځای دي.

نیویارک ټایمز د امریکايي مقاماتو له قوله لیکي، د نوې تگلارې پر اساس امریکا غواړي د افغانانو په مشرئ داسې یو زندان جوړ کړي چې افراطي کسان پکې وساتل شي چې دا وخت له عادي جنايي بندیانو سره په داسې زندانونو کې اوسیږي چې چندان کلک امنیت یې ندی نیول شوی.

د چارواکو په قول، نورو بندیانو ته به په زندان کې د کار کسب د زده کولو او ابتدايي دیني زده کړو زمینه برابره شي او دا به وروښودل شي چې څنگه بیرته په ټولنه کې د یوه عام وگړي په څیر ژوند پیل کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، دغو چارواکو د نومونو د نه ښودلو په شرط دا هم ویلي چې په نوي رپوټ کې دا غوښتنه هم شوې ده چې باید د افغانستان د زندانونو لپاره نوې محافظین وروزل شي، نوي څارنوالان او قاضیان باید تربیه شي.

ورځپاڼه لیکي، دا پیشنهادونه په داسې حال کې شوي چې امریکايي مقاماتو اندېښنه ښودلې چې په داسې حال کې چې د دوی عسکر په جنوب کې د طالبانو په خلاف په عملیاتو اخته دي، کیدای شي ډیر ژر د افغانانو تر کنترول لاندې په دغو بدنامو زندانونو کې چې لا له وړاندې یې د بندیانو تعداد ډیر زیات دی د نور بندیانو د ځایولو ظرفیت پکې ختم شي.

نیویارک ټایمز لیکي، جمهور رئیس اوباما په جنوري کې واک ته له رسېدو وروسته امر وکړ چې باید د خلکو د نیول کېدو او د بندیانو نه د تحقیقاتو پر تگلاره له سره غور وشي.

د امریکا د دفاع او عدلیې وزارتونه دا وخت په بیل بیل ډول پر تگلارو باندې په غور کولو بوخت دي چې ټاکل شوې ده چې د سه شنبې په ورځ به یې نتیجه جمهور رئیس ته وړاندې کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، په واشنگټن کې د افغانستان د سفارت یوه ویاند د زندانونو د وضعې په اړه د غور کولو د امر نه بې خبري وښودله او ویې ویل چې په دې هم نه دی خبر چې د کابل حکومت به په دې اړه خبر کړل شوی وي.

ورځپاڼه د یوه عالي رتبه امریکايي نظامي چارواکي له خولې لیکي، جنرال مولن تیره هفته وروسته له هغه د تحقیقاتو او د اصلاحاتو د راوړلو امر وکړ چې د افغانستان او عراق د جگړې د اولو کلونو داسې عکسونه یې ولیدل چې پکې ښودل شوي چې امریکايي عسکر بندیان شکنجه کوي او توهینوي یې.

جمهور رئیس اوباما دوه میاشتې مخکې امر وکړ چې دغه عکسونه خپاره نشي ځکه چې دا به په سیمه کې د امریکايي عسکرو په خلاف د خلکو ذهنیت راوپاروي.

نیویارک ټایمز لیکي، جنرال مایک مولن د محاربې په میدان کې موجودو قومندانانو ته امر کړی چې باید له ټولو بندیانو سره د نیول کیدو په وخت کې او هم په زندان کې سمه رویه وکړي.

XS
SM
MD
LG