د لاس رسي وړ اتصالات

په گردیز او جلال آباد کی ځانمرگو حملې کړي


طالبانو دافغانستان په دوه ښارونو کی یولړ بمی چاودنی کړیدی. په دغو چاودنوکی لږ تر لږه پنځه امنیتی ماموران وژل شویدی.

د طالبانو یوه نطاق وویل چی پنځه لس طالبانو د پکتیا دولایت په مرکز گردیز کی نن د سه شنبی په ورځ حمله وکړله.

ځایی چارواکی وایی چی داستخباراتو د څانگی ددفترنه بهر چاودنه کی دری ماموران ووژل شول.

په همدی توگه یوه ځان وژونکي د پولیسو په تاڼه باندی چی له دغه ځای سره نیژدی وه حمله وکړله او دوه پولیسان یی ووژل. امنیتی چارواکی وایی چی په دغه پیښه کی لږ تر لږه څلور افراطیان هم ووژل شول.

په مړوکی دوه ځان مرگه هم شامل وو. رپوټ وایی چی ځان مرگو د ښځو چادری پر سر کړی وه. دوه نور افراطیان له پولیسو سره د په ډزو کی ووژل شول.

په عین حال کی دننگرها ر ولایت په مرکز جلال اباد کی دوه ځان مرگه بم چوونکي له پولیسو سره په ډزوکی ووژل شول؛ هغوی کوشش کاوه چی دافغانستان او امریکا دعسکرو په مرکز باندی حمله وکړی.

دمرگ ژوبلی په نورو پیښو کی دافغانستان د پوځ یو چارواکی وایی چی د طالبانو دیارلس جنگیالی په کندز کی په عملیاتوکی ووژل شول او دولس زخمی شول. په همدغه جگړه کی پنځه تنه افغان عسکر هم ووژل شول.

رپوټ وایی چی لس طآلبان په داسی حال کی ووژل شول چی په دی یک کی یی د سړک دغاړی بم ښخاوه.

په یوه بل خبر کی ویل شویدی چی د برتانیی ددفاع وزیروایی دبرتانیی یوعسکر ددوشنبی په ورځ په هغه چاودنه کی ووژل شو چی د افغانستان په جنوب کی وشوه.

په دی نیژدی اونیو کی دامریکا څلور زره عسکرو دبرتانیی او افغانستان دعسکرو په شمول په هیلمند کی په یوه غټهتهاجمی حمله پیل کړیدی. په دغه تها جمکی پرطالبانو باندی دهغوی په عنعنوی سنگرونو کی حملی کیږی.

XS
SM
MD
LG