د لاس رسي وړ اتصالات

د اجمل قصاب اعتراف او د محاکمې ځنډېدنه


د هند یوی محکمی د اجمل قصاب محاکمه تر چارشنبی پوری ځنډولی ده. دا سړی په مومبی باندی د تیر کال د نومبرپه میاشت کی په تروریستی حملو کی ژوندی پاتی او نیول شویدی.

تمه وه چی قاضی ایم ایل تهلیانی په دی برخه کی فیصله وکړی چی دهغه ناڅاپی اعتراف ومنی خو دا فیصله یی وکړله چی یوه ورځ یی وځنډوی.

اجمل قصاب ٢١ کلن او د پاکستان تبعه دی.

هغه ددوشنبی په ورځ د خپلی محاکمی په دوران کی په اریانوونکی توگه خپله گناه ومنله. هغه په خپل نقش باندی په دری ورځنی محآصره کی چی ١٦٦ کسان پکی ووژل شولاعتراف وکړ.

قصابمخکی په خپله گناه اعتراف نه وکړی خو حکومت ورباندی ٨٦ تورونه لگولی وو.په دی کی دهند خلاف جگړه کول ، قتل کول، اودچاودونکیوموادو لرل شامل وو.

داعتراف په وخت کی قصاب له پاکستان نه هند ته دخپل راتگ په برخه کی وویل چی پهیوه وړه کښتۍ کی راغلی و چی حمله وکړی. څارنوال وایی چی دا په محکمه پوری اړه لری چی دهغه اعتراف منی او که نه.

هند پر پاکستان باندی دا تورلگوی چی دافراطیانود غیرقانونی شوی گوند لشکر طیبهجنگیالیو دمومبی حملی کړیدی.

XS
SM
MD
LG