د لاس رسي وړ اتصالات

پلار او دوو زامنو یې د کلي ډیر خلک ووژل


د ترکیې چارواکي وایي چې یوه سړي او د هغه دوه زامنو د ترکیی په ختیځ کی په یوه کلي کې د سه شنبی په ورځ په ډزو کی شپږ کسان ووژل او اوه تنه یی زخمي کړل.

چارواکي وایي چې دری واړو برید کوونکي د ایلازیگ د ایالت د کرالې په کلي کې دي.

ددغو ډزو موخه نده معلومه خو چارواکي وایي چې دا کسان په ذهني لحاظ سم نه وو.

ددغه ایالت والی وایي چې بریدکوونکیو ټول کلی ته د وژلو گواښ کړی و او داسی فکر یی کاوه چی کلیوال د دوی د وژلو هدف لري.

XS
SM
MD
LG