د لاس رسي وړ اتصالات

بغداد: چاودنو کې  ٨ تنه مړه ٦٠ زخميان دي


دعراق په بم چونو کی اته کسان ووژل شول او ٦٠ زخمی شول. دعراق چارواکی وایی چی دبم چونی دوه حملی په دوه ښارونوکی شویدی؛ یوه نن د سه شنبی په ورځ د عراق د بغداد د صدر په ښار کی وشوه. دری کسان یی ووژل او ١٥ یی زخمی کړل.

بله چاودنه دوخته د بغداد په هغه سیمه کی چی مرگ ژوبله پکی ډیره وی وشوه. په دغه چاودنه کی دوه کسان ووژل شول او لږتر لږه ٣٠ کسان زخمی شول. پولیس وایی چی داسی ښکاری په دی چاودنه کی کارگران چی روزانه مزدوری کوی، په نښه شوی وو.

دبغداد پولیس وایی چی د سړک دغاړی د یوه بم په چاودنه کی هغه کاروان په نښه شوی وچی داوبو اومنابعو وزیر عبدالطیف رشید پکی سفر کاوه.

چارواکی وایی چی شپږ ملکیان په دی چاودنه کی زخمی شول. خو په کاروان کی هیڅوک هم زخمی نشول. په رمادی کی دوه موټر بمونه وچاودل او دری کسان یی ووژل. دا الانبار په ایالت کی دویمه خونړی چاودنه وه.

دالانبار ایالت یوه برخه پخوا دافراطیانو سنگر گڼل کیده خو قبیلوی مشرانو او پخوانیو یاغیانو دافراطیانو مخالفت پیل کړ.

په عراق کی په دی نیژدی میاشتوکی د مرگ ژوبلی اندازه کمه شویده.خو سره له دی هم له هغه وخت راهیسی چی دامریکا عسکر دعراق له ښارونو نه راوتلی دی څوخونړۍ حملی شویدی. دامریکا عسکر په رسمی ډول دری اونۍ مخکی دعراق له ښارونونه ووتل.

XS
SM
MD
LG