د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: پر کرزي فشار اچول شوی چې جنگسالاران کنترول کړي


د امریکا د اسوشیتډ پرس خبري آژانس نن په خپلې یوې تبصرې کې لیکلي چې پر جنرال دوستم باندې دا تورونه چې په زرهاوو بندي طالبان یې وژلي، د بشري حقوقو د ادارو یوه هڅه ده چې غواړي په افغانستان کې د جنگسالارانو واک کمزوری کړي.

اسوشیټد پرس لیکي، د امریکا پر یوه متحد افغان قومندان باندې دا تور چې تقریبا دوه زره بندي طالبان یې وژلي دي، د بشري حقوقو او نورو انتقاد کوونکو یوه هڅه ده چې غواړي په افغانستان کې د جنگسالارانو واک راکم کړي چې د دوی په گمان په ملک کې یې د طالبانو د بیا پر پښو درېدو سره مرسته کړې ده.

آژانس لیکي، د واشنگټن په حکومت کې هم داسې کسان شته چې له دغې قضیې سره دلچسپي لري او ددې مسئلې په اړه د تحقیقاتو امر دا خبره ثابتوي چې واشنگټن غواړي جمهور رئیس کرزی پر جنگسالارانو غالب شي. که څه هم ځینې دغه جنگسالاران په دې مشهور دي چې په تیرو وختونو کې یې پر خلکو ظلم او ستم کړی، خو جمهور رئیس کرزي د آینده انتخاباتو په درشل کې له ځینو دغو جنگسالارانو سره اتحاد کړی دی.

اسوشیټد پرس لیکي، د امریکا د پخواني جمهور رئیس بوش په نسبت اوسنی جمهور رئیس براک اوباما له جمهور رئیس کرزي سره ساړه روابط لري. جمهور رئیس بوش به په میاشت کې دوه ځله د ویدیو تلیفون له لارې له کرزي سره خبرې کولې، خو اوباما دا کار نه کوي. دا لا څه چې د جمهور رئیس اوباما د حکومت مقاماتو څو څو ځله ویلي دي چې د کرزي حکومت په فساد ککړ او غیر موثر دی. دغه ډول انتقادونه هیڅ وخت د بوش له حکومت څخه نه وو اورېدل شوي.

آژانس وايي، اصلي تور دا دی چې د ٢٠٠١م کال په نومبر کې په سلهاوو او یا شاید په زرهاوو هغه طالبان ووژل شول چې په کندز کې شمالي ټلوالې ته تسلیم شوي وو.

دغه دوسیه څو ورځې مخکې وروسته له هغه بیا رابرسیره شوه چې نیویارک ټایمز په دې اړه په خپل رپوټ کې ولیکل چې د بوش حکومت ددې تورونو په اړه د تحقیقاتو په کولو کې پاتې راغلی وو. او تور د جنرال عبدالرشید دوستم پر کسانو دی چې دغه بندي طالبان دوی وژلي دي.

اسوشیټد پرس لیکي، جمهور رئیس اوباما د خپل ملي امنیت ادارو ته امر کړی چې تحقیقات وکړي او دا معلومه کړي چې آیا په رښتیا هم د امریکا متحدو قومندانانو په دغو وژنو کې لاس درلود.

آژانس لیکي، جنرال دوستم پر ځان باندې لگېدلي تورونه رد کړي دي.

خو په کابل کې د سولې د موسسې کارکوونکی جان ډیمپسي وايي، د اوباما امر د هغه دا اراده څرگندوي چې غواړي قانون عملي شي او د هر چا نه د هغه د اعمالو حساب کتاب وغوښتل شي.

ډیمپسي وايي: "تر اوسه پورې، عالي رتبه مقامات په دې عقیده دي چې د امنیت ټینگول تر قضا مقدم دي او له دغو کسانو نه د دوی د غټو جنایتونو د پوښتنې پر ځای دا بهتره ده چې دوی په حکومت کې شامل کړل شي".

اسوشیټد پرس لیکي، دغه محلي جنگسالاران د شورویانو په خلاف د افغانستان د جهاد په کلونو کې واک ته ورسېدل. وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیوه، بیا هم د دوستم او وژل شوي احمد شاه مسعود په څیر یو شمیر قومندانانو وکړای شول چې د ملک ځنیې سیمې په خپل کنترول کې وساتي.

دوستم او ډیر نور دغه کسان وروسته د امریکا په مشرئ له قواوو سره یو ځای شول چې د طالبانو حاکمیت یې ختم کړ. دوی وروسته له کرزي سره ایتلافونه وکړل. له همدې آمله پر کرزي باندې انتقاد وشو چې دې کار د هغه د ادارې په اړه پوښتنې راپیدا کړې، په حکومت کې یې فساد زیات کړ او د طالبانو د بیا پر پښو درولو سره یې مرسته وکړه.

اسوشیټډ پرس په کابل کې د سولې د انسټیټوټ د کارکوونکي ډیمپسي له خولې لیکي: "دا چې د دوستم په څیر جنگسالاران دا څو کلونه آزاد گرځي، دې کار د حکومت مشروعیت ته صدمه رسولې ده. په حکومت کې د حساب له نشتوالي نه طالبانو استفاده کړې او خلکو ته یې د خلک قانون د حاکمیت او عدالت پیشنهاد کړی دی".

اسوشیټد پرس لیکي، ددغو تورونو په اړه په داسې حال کې د تحقیقاتو امر کیږي چې په افغانستان کې وخت ډیر حساس دی، عمومي انتخاباتو راروان دی او عمومي عقیده دا ده چې کرزی به دا انتخابات وگټي.

آژانس لیکي، ددې لپاره چې کرزی د خپل بري امکانات زیات کړي نو د ملک له ځینو مهمو شخصیتونو سره یې ایتلاف کړی چې په دوی کې ځینې جنگسالاران هم شامل دي. د بشري حقوقو مدافع سازمانونه وېره لري چې که کرزی انتخابات وگټي نو دی به خپلو دغو متحدینو ته شا وا نه ړوي.

د مثال په ډول، دده یو متحد مارشال محمد قسیم فهیم دی. دا همهغه جنگسالار دی چې د رپوټ سره سم د بندي طالبانو د وژل کېدو پر وخت د شمالي اتحاد مهم قومندان و.

اسوشیټد پرس لیکي، تیر کال جنرال دوستم وروسته له هغه د افغانستان د مسلح قواوو د اعلی قومندانۍ له ریاست څخه لرې کړل شو چې پر خپل یوه حریف باندې یې د حملې کولو د تورونو په اړه له تحقیقاتو سره همکاري ونکړه. خو کرزي ډیر ژر دوستم بیرته پر دغې سمبولیکې څوکئ مقرر کړ. د ډیرو په باور کرزي دا کار ددې لپاره وکړ چې په شمال کې د ازبکانو رایه تر لاسه کړي.

آژانس لیکي، دوستم دا وخت په ترکیه کې اوسیږي او دا هیڅ نه مني چې د له بندي طالبانو سره بده رویه کړې ده. خو د بشري حقوقو سازمانونو ته د هغه دا څرگندونې د منلو وړ نه دي او په کلکه غواړي چې باید پراخ تحقیقات وشي او دا تحقیقات باید یوازې افغانان ونکړي بلکه امریکايي قواوې پکې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG