د لاس رسي وړ اتصالات

تاجکستان: پر افغان سرحد امنیت ټینگوو


د تاجکستان حکومت نن اعلان وکړ چې د افغانستان سره د خپل شریک سرحد امنیت یې سخت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې بله میاشت په افغانستان کې د جمهوري ریاستدانتخاباتو نه مخکې د تشدد واقعات زیات شوي دي. د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر عبدالرحیم قهاروف وايي کوم وسله وال جنگیالي چې په افغانستان کې د نظامي عملیاتو نه ځانونه خلاصوي، ډېر امکان شته چې په تاجکستان کې د پناه اخیستلو لپاره راواوړي.

هغه وویل چې ددې احتمالیتهدید سره د مقابلې لپاره تاجکستان خپل نور عسکر هم د سرحد په اوږدو کې ځای په ځای کوي.

په داسی حال کې چې طالبان د امریکا په مشرۍ د ایتلافي قواود تعرضي عملیاتو په خلاف جنگ ته ادامه ورکوي، په افغانستان کې د تشدد په پیښو کې خاصزیاتوالی لیدل کیږي.

امریکايي اوایتلافي قواوې وايي د روانو عملیاتو هدف دادی چې د طالبانوپټ مرکزونه ختم کړي او د ملکی خلکو امنیت وساتي. د اسد په ٢٩مه د جمهوري ریاست او ولایتي شوراگانو له انتخاباتو نه مخکې د امنیت د ښه کولو لپارهد نظامي عملیاتو په دوران کې په روانه میاشت کېدومره ډیرخارجي عسکر ووژل شول چې په کال ٢٠٠١م په افغانستان باندې د پوځي یرغل نه وروسته تر اوسه پورې په بله کومه میاشت کې نه وو وژل شوي.

XS
SM
MD
LG