د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: مولانا فضل الله ژوندی دی


پاکستاني طالبانو ویلي دي چې په سوات کې د دوی مشر مولانا فض الله ژوندی دی او دا رپوټونه یې رد کړي چې هغه زخمي شوی دی.

ددې میاشتې په پیل کې د پاکستان پوځ وویل، مولانا فضل الله په عملیاتو کې د پوځ په هوايي حمله کې زخمي شوی دی.

پاکستاني عسکرو نږدې درې میاشتې مخکې وروسته له هغه په صوبه سرحد کې د طالبانو په خلاف عملیات پیل کړل، چې طالبانو له حکومت سره د سولې یو تړون مات کړ او د پایتخت اسلام آباد تر سل کیلومترئ پورې یې سیمې ونیولې.

پاکستان اوس دغه عملیات د جنوبي وزیرستان په شمول نورو سیمو ته هم غځولي دي.

پر مولانا فضل الله باندې تور دی چې پر حکومتي هدفونو او ملکیانو باندې په ځانمرگو او گوریلايي حملو کې لاس لري. د هغه سړي دا دوه کاله کیږي چې په سوات کې د شرعي نظام د نافذولو لپاره مبارزه کوي.

د پاکستان حکومت د مولانا فضل الله پر سر ٦٠٠ زره ډالر انعام ایښی دی.

XS
SM
MD
LG