د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: سوات کې بيا عملیات پیل شوي


د پاکستان پوځ وايي چې د ملک په شمال لویدیځ کې چیرې چې پوځ د یاغي طالبانو د ختمولو لپاره پوځي عملیات کوي، ٢١ یاغیان او یو عسکر وژل شوی دی.

د فرانتیر کورپس د ملیشو په قول د جمعې په ورځ په کوز دیر کې چې د افغانستان سره نژدې په سرحد کی پروت دی شپاړس یاغیان وژل شوي دي.

ددې جگړی په ارتباط تر اوسه پوری کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی دی.

د سوات په دره کی پوځ وایی چی په تیرو ٢۴ ساعتونو کی په تصفیوی عملیاتو کی پنځه یاغیان او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

د پوځ لخوا د مرگ ژوبلی دغه اعلان شوی شمیره په مستقله توگه نه شی تایید کیدای ،ځکه چی خبریالان سیمی ته د داخلیدو اجازه نلری.

پوځ وایی چی په دی عملیاتو کی چی دری میاشتی مخکی پیل شول د اتلس سوو نه زیات یاغیان وژل شوي دي.

دغه جگړه له هغه وروسته ونښته چی د سوات په دره کی د شریعت د نافذولو په بدل کی د سولی تړون مات شو .

ددې جنگ له امله تقریبا دوه میلیونه خلک بې ځایه شول.

XS
SM
MD
LG