د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او امریکا نوی تړون 


هند ته د آمریکا د باندنیو چارو د وزېرې سفر، د امریکايي کمپنیو دپاره د دې لاره اواره کړه چې پر هند باندې نظامي وسایل خرڅ کړي. دا په داسي حال کې ده چې هند هم پلان لري چې د خپل اردو د مجهزولو دپاره په میلیاردونو ډالر مصرف کړي.

دا تړون به د وسلو پلورونکو آمریکايي کمپنو دپاره د دې لاره اواره کړي چې په هند کې قرار دادونه ونیسي.

دغه راز د هند د سوداګرۍ شورا ویلي دي چې د هند او واشنګټن ترمنیځ سوی تړون به د دواړو هیوادونو ترمینځ د دفاعي او امنییتي وسایلو د تجارت لارې چارې برابرې کړي.

د واشنګټن او نوي ډېلۍ ترمینځ د وسلو دغه تړون وروسته د هغه اعلان سو چې د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلرې کلینټن هند ته په سفر ولاړه. په دې تړون کې ویل سوي دي چې د آمریکا دفاعي وسایل دي پر دریم هیواد باندي نه خرڅېږي. دغه تړون، هند ته د آمریکا څخه، د نظامي وسایلو د وارداتو پر وړاندې ټول خنډونه ایسته کړل.

دغه راز راهول بېدي چې د جینس دفاعي مجلې سره په نوي ډیلۍ کې کار کوي وايي چې هند به په راتلونکو څو کلونو کې، د نظامي اړخه په بازار کې یو ستر تجارتي مشتري وي ځکه چې هند پلان لري چې تر راتلونکو پنځو کلونو پوري پر خپل عسکري نظام باندې د پنځوسو میلیاردو ډالرو شاوخواه پیسې ولګوي.

بېدي وايي:

د دغه تړون په لړ کې به هند د پنځلسو څخه نیولی تر شلو میلیاردو ډالرو پوري پر جنګي طیارو، هیلکوبترو او نورو ورته نظامي تجهیزاتو باندې ولګوي. زما په فکر دا به ډېر تجارتي فرصتونه برابر کړي.

د یادولو وړ ده چې د آمریکا د بوینګ او لاک هید مارتین کمپنیانې به ددغه ټړون څخه ډېره ګټه پورته کړي. دغه کمپنیانې اوس د قراردادونو د لاسته راوړلو دپاره په دواطلبیانو کې ګډون کوي. دغه کمپنۍ به ۱۲۶ جېټ طیارې چې د ۱۰ میلیاردو ډالرو څخه زیات ارزښت لري پر هند باندې خرڅې کړي. اوس مهال ددغه قرارداد د لاسته راوړلو دپاره آمریکايي کمپنۍ د نړۍ د نورو بیلابیلو کمپنیانو سره په سیالۍ کې راښکیلې دي.

د یادونې وړ ده چې په پخواه کې هند خپل اکثر نظامي وسایل د پخواني شوري اتحاد څخه رانیول خو د تیرو پنځه لسو کلونو راهیسې دغه هیواد د نورو هیوادو لکه بریتانیا، فرانسه او اسرایلو څخه هم وسایل رانیسي.

د هغه څخه وروسته چې د آمریکا او هند ترمینځ اړیکې لا زیاتي پیاوړې سوې، تیر کال نوي ډیلۍ د واشنګټن څخه کشفي او نظامي ترانسپورتي طیارې رانیولی.

په عین حال کې راهول بېدي وايي چې دغه نوي نظامي وسایل ډیر حساس دي او د وسلو د نوي تړون د مخې، د ژغورولو په خاطر به په حساسه ټېکنالوژۍ سمبال سي

هغه وايي:

یاد سوي نظامي وسایل ډیر محرم دي او په حساسې ټېکنالوژۍ باندې سمبال سوي دي. د ټرون د شراېطو د مخې دغه وسایل په هېڅ ډول پر دریم جانب باندې نسي خرڅیدلای.

د بلي خوا نړیوالې کمپنیانې وايي چې د هند نظامي بازار به په آینده کې د ټولو پام ځان ته راواړوي. د ۲۰۰۸ کال د احسایې د مخې هند د نړۍ د هغو۱۰ هیوادونو د جملې څخه لسم هیواد دی چې پر خپل عسکري نظام باندې مصرف کوي.

XS
SM
MD
LG