د لاس رسي وړ اتصالات

پر خوست ځانمرگو حمله کړې


د افغانستان د ملي اردو عسکر وايي، اووه تنه ځانمرگو حمله کوونکو نن په یوه وخت د خوست په ښار کې پر حکومتي ودانیو او د پولیسو پر پوستو باندې حمله وکړه.

ویل کیږي چې د امنیتي پرسونل په شمول ١۴ تنه زخمي شوي دي خو د تلفاتو دقیق شمیر نه دی معلوم.

د دفاع د وزارت ویاند جنرال ضاهر عظیمي وايي، له دغو حمله کوونکو سر کلاشنکوفونه او لاسي بمونه هم وو.

ښاغلی عظیمي وايي، قواوو یې یو شمیر ورانکاري محاصره کړي دي.

ویل کیږي چې په حملو کې مرگ ژوبله پیښه شوې په خوست کې یوه امریکايي اډه هم پرته ده. دا هم نه ده معلومه چې په دغه پیښه کې امریکايي عسکر موجود وو او که نه.

XS
SM
MD
LG