د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ٥ مشکوک ترهگر محاکمه شول


نن د پاکستان د تروریزم ضد یوې محکمې کې هغه پنځه مشکوک کسان د لنډ وخت لپاره حاضر کړل شوي دي چې د هند د ممبۍ پر ښار باندې په تروریستي حملو کې د لاس لرلو شک پرې کیږي.

دغه پنځه تنه نن پایتخت اسلام آباد ته نږدې د راولپنډۍ د اډیاله زندان محکمې ته چې کلک امنیت یې نیول شوی وو، راوستل شول.

قاضي باقر علي رانا د متهمینو او څارنوالانو دواړو بیانونه واورېدل او محاکمه یې د اگست تر ٢٩مې نیټې پورې وځنډوله.

دغه محکمه د تړلو دوازو شاته دایریږي او ویل کیږي د موضوع د حساسیت له کبله حکومت ددې کارغوښتنه کړې وه.

په پنځو تورنو کسانو کې د پاکستان د لشکر طیبه د تندرو ډلې یو غړی ذکي الرحمن لکوي هم شامل دی.

هند تور لگوي چې همدغې ډلې د تیر نومبر کې د ممبۍ پر ښار باندې په حملو کې لاس درلود او ١٦٦ تنه یې ووژل. هند د پاکستان پر حکومت هم تور لگولی چې د متهمینو د نیولو او محکمې ته یې د راکښلو لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG