د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: سوات کې ١۴ تندروان مړه ٢٩ نیول شوي


د پاکستان پوځ وايي، په سوات او شاووخوا سیمو کې د تالاشیو پر وخت له ١۴ زیات تندروان وژلي دي.

پوځ وايي، د سوات او بونیر په سیمو کې یې ٢٩ تندروان نیولي او په سیمه کې یې د ورانکارو د روزنې او پټېدو یو مرکز هم تباه کړی، او د وسلو یوه لویه ډیپو یې کشف کړې ده.

د پوځ له خوا د تلفاتو خپاره شوي ارقام د آزادو منابعو له خوا نشي تائیدېدلای ځکه چې د جگړې سیمې ته خبریالان د ورتگ حق نه لري.

پوځ وايي، د تیرو دریو میاشتو راهیسې یې په روانو عملیاتو کې نږدې ١٨ سوه تندلاري وژلي دي.

دغه عملیاتو وروسته له هغه پیل شول چې طالبانو له حکومت سره د شریعت د نفاذ پر سر د سولې یو تړون مات کړ.

په یوه بله پیښه کې، پولیس وايي نن په لکي مروت کې په یوه مشکوکه ځانمرگه حمله کې پنځه پولیس او اته ملکیان زخمي شوي دي.

د شماًلي وزیرستان نه رپوټونه وايي چې طالبانو یو تن امریکا ته د جاسوسئ په تور ویشتلي او وژلی یې دی. د هغه مړی چې د یوه سرک څنگه ته غورځول شوی وو، ورسره دا لیکل شوی خبرداری هم اچول شوی وو چې که څوک امریکا ته جاسوسي وکړي نو دا به یې سزا وي.

XS
SM
MD
LG