د لاس رسي وړ اتصالات

پر سمندر د لومړني پرواز ١٠٠مه کلیزه


په سلهاوو پیلوټان نن په خپلو انتیکو او معاصرو الوتکو کې نن ددې لپاره د برتانیې له کانال څخه تیریږي چې پر بحر باندې د نړۍ د لومړنۍ الوتکې د پرواز سلمه کلیزه ولمانځي.

د ١٩٠٩م کال د جولای په ٢٥مه فرانسوي پیلوټ لویس بلریوټ د فرانسې له شمالي ښار کالیس نه د برتانیې په جنوب ختیځ کې د ډوور ساحلي ښار ته پرواز وکړ.

د هغه دا پرواز سبب شو چې په الوتکه کې پرواز د تفریح او ساعت تیرئ د یوه شغل پر ځای د سفر په یوې وسیلې بدل شو.

له دغه پرواز نه وروسته، بلریوټ د خپلې الوتکې غوندې د ورو الوتکو د جوړولو په سلهاوو فرمایشونه تر لاسه کړل. د اروپا نظامي قواوو د ځان لپاره ددغه ډول ډیرو الوتکو د جوړولو غوښتنه کړې وه.

د هغه وخت اصلي الوتکه دا وخت د پاریس په موزیم کې نندارې ته ایښودل شوې ده.

دغه الوتکه د لرگیو او تکه يي ټوټو نه جوړه شوې وه.

د فرانسې پیلوټ ایډمونډ سالیس نن یوه داسې الوتکو والوزوله چې عینا د همهغې پخوانۍ الوتکې په شا جوړه شوې ده.

هغه خبریالانو ته وویل چې د پرواز پر وخت یې همهغسې احساس کاوه چې فکر کوي پیلوټ لویس بلریوټ به د برتانیې له کانال نه د تیرېدو پر وخت کړی وي.

پیلوټ ایډمونډ سالیس هم د بلریوټ په شان نن د فرانسې له کالیس ښار نه والوت او ۴٠ دقیقې وروسته د برتانیې په جنوب ختیځ کې د ډوور ساحلي ښار ته ورسېد.

د سالیس د ښار نوم اوس په بلریوټ بدل شوی دی.

XS
SM
MD
LG