د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: نورستان کې یاغیان وژل شوي


د افغانستان د ملی دفاع وزارت وایی چی افغان او خارجی قواوو د نورستان په ولایت کې ١٦ تنه یاغیان وژلی دي.

د دفاع وزارت وایی چی دغه یاغیان پرون د هاوان په ډزو کیوژل شوی دی.

بل پلو د دفاع وزارت وایی چی پرون د پاکستان د سرحد سره نژدی د پکتیکا په ولایت کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی دوه عسکر وژل شوی او دری نور زخمی شوی دی.

د سرحد سره نژدی په یوه بله پیښه کی افغانپولیس وایی چی اوه هغه ځان مرگی یی وژلی چی غوښتل یی د خوست په ښار کی په دولتی ودانیو ځانمرگی حملی وکړی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمری بشری د امریکا غږ ته وویل چی دغه ځان مرگی حمله کونکیپه حکومتی او د پولیسو په ودانیو باندی د حملی کولو مخکی وویشتل شول .

په پیښه کې د دوو پولیسو په شمول څلور تنه زخمی شوي دي.

زمری بشری وایی داسی ښکاریده چی یاغیانو خپل تاکتیک ته تغیر ورکړی وو.

خو هغه وایی چی په دی تیره یوه اونی کی د شلو تنو ځانمرگی حمله کونکو وژل د دی ښکارندوی دی چی د افغان پولیسو مهارت او وړتیا مخ په زیاتیدو ده.

XS
SM
MD
LG