د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي


برتانیه وایي چې دوی د هغو کوششونو ملاتړ کوي چې له یاغي طالبانو سره په افغانستان کی خبرې وشي او هغو کسانو ته چی له مرگ ژوبلی نه لاس اخلي اجازه ورکړل شي چې په سیاسي بهیر کی برخه واخلي.

د برتانیی د نړیوال انکشاف وزیر ډگلس الیگزاندر چې افغانستان ته په سفر تللی دی بی بی سی ته یی وویل چی دا ضرور دی چی په طالبانو باندی فشار واچول شي خو په عین حال کې هغه کسان چی غواړی له مرگ ژوبلی نه لاس واخلی هغوی د ته سیاسی حل لاری او خبرو اترووړاندیز وشی.

د برتانیی خارجه وزیر ډیویډ میلبند هم د الیگزاندر د نظر په تائید وایی چی پکار ده له معتدلو طالبانو سره په سیاسی بهیر کی د هغوی د یو ځای کولو په باب خبری وشی. خو هغه وایی چی پکار ده له سخت دریځو طالبانو سره په بیرحمانه توگه مبارزه وشی.

برتانیه اوس په افغانستان کی په یوه ستره تهاجمی حمله کی دخیله ده. یوازی په دی میاشت کی تقریبا شل برتانوی عسکر په افغانستان کی وژل شویدی.

دا تلفات ددی سبب شول چی په برتانیه کی په دی باندی ښه گرمسیاسی بحث پیل شی چی برتانیه په افغانستان کی څه نقش لری.رپوټ وایی له کوم وخت راهیسی چی په ٢٠٠١ میلادی کال دافغانستان شخړه پیل شویده تراوسه پوری د برتانیی ١٨٩ عسکر پکی وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG