د لاس رسي وړ اتصالات

زیاتیدونکی تشدد افغانان انتخاباتو ته پریشانه کوي


د فرانسی خبری اژانس ای ایف پی لیکلی چی د طالبانو حملی کله ډیری زیاتیږی او کله کمیږی او له دی سره دغرب دعسکرو د تلفاتو شمیر هم په بی سابقی ډول زیات شویدی.

دغو پیښو دافغانستان امنیت د خرابیدو په لحاظ فقط له څلور و هفتو نه کمه موده مخکی له انتخاباتونه ناوړه حالاتو ته رسولی دی.

د فرانسی خبری اژانس لیکی چی د اگست د شلمی نیټی انتخابات د جمهوری ریاست لپاره دافغانستان په تاریخ کی ددویم ځل لپاره پیښیږی او دیته د یوه مهم ازمیښت په سترگه کتل کیږی ځکه چی له تیرو اتو کلونو راهیسی یا په ٢٠٠١ میلادی کی د طالبانو د سقوط راهیسی امریکا اوناټو دافغانستان د ثبات او امن لپاره هلی ځلی کوی.

په دی لړ کی په زرگونو نوی خارجی عسکر افغانستان ته خصوصا د کندهار اوهیلمند ولایتونو ته لیږل شویدی چی د طالبانو نه دهغوی پاخه سنگرونه بیرته ونیسی. خو له دی سره د خارجی عسکرو دمرگ په شمیر کی زیاتوالی په غربی هیوادونو کی ناوړه اغیز کړیده.

رپوټ وایی چی دهیواد په ختیځو او شمالی برخو کی هم مرگ ژوبله او تشدد خپور شویدی.

د ځان مرگو بریدونو په شمیر زیاتوالی راغلی دی او دوخت په لحاظ په هماهنگ ډول ترسره کیږی.

دغو ځان مرگو بریدونو له امله تیره اونی په افغانستان کی شپږ تنه ووژل شول؛ دغو مرگونو دا هم څرگنده کړه چی په داسی حال کی چی دملی انتخاباتو لپاره شپی ورځی رانیژدی کیدونکی دی، په حکومت باندی هروخت حمله کیدلی شی.

دفرانسپریس خبری اژانس دیوه افغان ماهر له قوله لیکی چی په پکتیا او جلال اباد کی د ځان وژونکیو بمو نو چاودل دا څرگندوی چی هلته دا لقاعده او یا طالبانو داسی عناصر شته دی چی غواړی دا انتخابات گډو وډ کړی.

رپوټ لیکی هغه اداره چی د جگړی دتلفاتو شمیر څرگندوی هغی په افغانستان کی تراوسه پوری د جولای په میاشت کی دخارجی قواو ځانی تلفات ٦٧ ښودلی دی. له کوم وخت راهیسی چی په افغانستان باندی دامریکا په مشری یرغل شویدی ، په یوه میاشت کی دا ترټولو لوړ تلفات دی.

همدارنگه له هغه وخت راهیسی چی په امریکا باندی د سپتمبر په یوولسمه باندی تروریستی حملی شویدی.

د فرانسی خبری اژانس لیکی چی په برتانیه کی د برتانیی دعسکرو د وسایلو او هیلیکوپټرونو دکمښت په وجه وباندی، تاوده بحثونه پیل شویدی. دبرتانیی دعسکرو دتلفاتو شمیر هم د جولای په میاشت کی دهغوی دنظامی عسکرو غټ تلفات گڼل کیږی.

د امریکا د عسکرو د تلفاتو د شمیر زیاتوالی هم په دی میاشت کی د نورو په پرتله بی سابقی دی.

د فرانسی خبری اژانس لیکی چی تقریبا ٩٠ زره عسکر چی زیاتره پکی د امریکا، برتانیی او کاناډا دی په افغانستان کی د ثبات د راوستلو لپاره گومارل شویدی نورهم ورپسی راروان دی چی له انتخاباتو نه مخکی په ناکراره سیمو کی امن او ارامی راولی.

په همدی ډول د امریکا څلور زره عسکر ، د برتانیی له دری زرو عسکرو سره چی دافغانستان په سوونو عسکر هم ورسره دی له څو اونیو راهیسی په هیلمند کی له طآلبانو سره په جگړو بوخت دی.

خو حتی په هغو اولسوالیو او علاقداریو کی چی اوس له طآلبانو نه نیول شویدی هم حکومتی چارواکی په دی اندیښمن دی چی دوی د جمهوری ریاست انتخاباتو ته داگست تر شلمی پوری د ځان چمتو کولو لپاره لږ وخت لری.

د فرانسی خبری اژانس لیکی چی په داسی حال کی چی تراوسه پوری طالبانو د انتخاباتوخلاف کوم خاص گواښ ندی کړی خو حملی مخ په زیاتیدو د ی.

د شنبی په ورځ اوه ځان وژونکیو په خوست کی د ددغه ولایت په امنیتی ادارو کی ځانونه په بم والوزول. که څه هم زیاتره یی دامنیتی مامورانو له خوانه وویشتل شول خو یوملکی سړی په حمله کی ووژل شو.

رپوټ وایی داکار رایی اچونکی افغانان چی د انتخاباتو په ورځ دامنیت لپاره اندیښمن دی نور هم بی زړه کوی. په همدی ډول په گردیز او جلال اباد کی هم حملی وشوی. افغان چارواکی خبرداری ورکوی چی مرگ ژوبله په شمال کی چی پخوانسبتا ارام و مخ په خپریدو ده.

د فرانسپریس خبری اژانس لیکی چی دخارجی قواو نطاق گریگ سمیت او جنرال ستانلی مکریستل وویل چی په افغانستان کی دخارجی قواو د عسکر د تلفاتو د شمیر د زیاتوالی علت دادی چی هلته دهغوی فعالیتونه زیات شویدی خو هغوی داهم وویل چی یاغیان د انتخاباتو له وخت نه گټه اخیستلی شی.

هغه وویل موږ توقع لرو چی یاغیان به له دی انتخاباتو نه دیوی وسیلی په توگه چی خپل مقاصد بیا ن کړی کار واخلی. هغو ی نه غواړی چی داحکومت کامیاب شی او هغوی نه غواړی چی خلک د رایی ورکولو حق ولری. هغه وویل چی افغان قواوی به په خپله وسه کی دامنیت د تامین لپاره دانتخاباتوپه ورځ هر څه وکړی.

دفرانسپریس خبری اژانس دیوه افغان ماهر له قوله لیکی چی په افغانستان کی اوه زره انتخاباتی حوزی دی اود ی فکرکوی چی دافغانستان حکومت او دایتلاف قواوی په کافی اندازه پرسونل نلری چی دغوټولو حوزو ته امنیت برابر کاندی. په دی توگه به خلک له حوزو نه ځان لیری وساتی اویابه د دی انتخاباتو دمشروعیت په باب پوښتنی را پیدا شی ؛ په داسی حال کی چی د انتخاباتو څارونکی هم ډیر کم دی.

XS
SM
MD
LG