د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او براون پر افغانستان خبرې وکړې


د فرانسی دخبری اژانس بل رپوټ لیکی چی د برتانیی صدر اعظم گورډن براون د جمعی په ورځ د امریکا جمهوررئیس براک اوباما ته ته دافغانستان په موضوع دخبرو لپاره ټیلیفون وکړ خو ددی ترڅنگ د برتانییددفاع وزارت دا اعلان هم وکړ چی افغانستان ته نور ١٢٥ تنه عسکر هم ور لیږی.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما او ښاغلی براون دافغانستان په حالاتو خبری وکړی او ددی خبری په اهمیت یی ټینگار وکړ چی پکاردهدناټو انډیوال هیوادونه نظامی او ملکی بار تهپه گډه باندی اوږه ورکړی.

رپوټ وایی چی صدر اعظم گورډن براو ن دیته اړکړی شو چی په افغانستان کی د برتانیی دعسکرو دتلفاتو له زیاتیدونه وروسته؛ په افغانستا ن کی د برتانیی له ستراتیژی نه د فاع وکړی. په داسی حال کی چید برتانیی حکومت د اقتصادی رکود او دعالی رتبه چارواکیو دمصارفو د رسوایی له فشارسره له مخکی نه هممخامخ دی.

دبرتانیی ددفاع وزیر په دی برخه کی وویل چی داضافی عسکرو لیږل به د اخبره یقینی کړی چی موږ په کافی اندازه عسکر هلته لرو اوهغه مهارتونه چی هلته ضرور دی.

زموږ ډیرو زړورو عسکر په افغانستان کی ددی لپاره قربانی ورکړله چی په افغانستان کی زموږ ملی گټی خوندی کړی او زه به دا اجازه ورنکړم چی دهغوی قربانی ضایع ولاړه شی.

د فرانسپریس خبری اژانس په پای کی وایی چی دواړو مشرانو براک اوباما او گورډن براون دهغو قربانیو ستاینه وکړه چی دناټو عسکرو په افغانستان کیورکړیدی او له دی سره مرسته کوی چی دافغانستان د انتخاباتو لپاره امنیت برابر کاندی.

جمهوررئیس براک اوباما او صدراعظم گورډن براون ددی خبر په ا همیت هم ټینگار وکړ چی راتلونکی انتخابات چی څومره امکان ولری هغومره د اعتبار او ډاډ وړ واوسی.

هغوی دواړو په دی موافقه وکړه چی پکارده د ناټو غړی هیوادونه په ښه توگه باندی نظامی اوملکی مسوولیتونه سره په شریکه ترسره کړی.

XS
SM
MD
LG