د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د اول ځل لپاره له طالبانو سره اوربند کړی


دافغانستان حکومت وایی چی په دغه هیواد کی له یاغي طالبانو سره اولنی محلی اوربند شویدی.دغه اوربند او متارکه د بادغیس په ولایت کی په دی خاطروشوه چیپه راتلونکی میاشت کی د جمهوری ریاست دانتخاباتو نه مخکی دامنیت شرایط ښه کاندی.

دافغانستان د جمهوررئیس حامد کرزی یوه نطآق وویل چی د اوربند تړوند شنبی په ورځ باندی، د سیمی د قبیلوی مشرانو او طالبانو دمشرانو ترمنځ له مذاکراتونه وروسته شویدی.

ددغه تړون له مخی طالبانو په دی موافقه کړیده چی دانتخاباتوکاندیدانو ته اجازه ورکړی چی په بادغیس کی خپل دفترونه پرانیزی بی له دینه چی څوک پری حمله وکړی.

د جمهوری ریاست نطآق وایی حکومت هیله لری چی د هیواد په نورو برخو کی هم دیته ورته تړونونه وکړی. خو د طآلبانو نطاق دا تړون دا سوشیتید پریس او رویټر خبری اژانسونو تهردکړیدی.

رپوټ وایی چی د اگست د شلمی نیټی انتخابات د امریکا او ناټو لپاره یو مهم ازمیښت بلل کیږی چی په افغانستان کی دڅو لسیزو له شخړونه وروسته دیموکراسی تاسیس کړی.په افغانستان کی د حملو زیاتیدلو دا ویره پیدا کړیده چی انتخابات بهد ناکراری اوحملو په نتیجه کی گډوډ شی.

د یکشنبی په ورځ افغان چارواکیو وویل چی د جمهوررئیس کرزی د انتخابی مرستیال مارشال فهیم قسیم پر کاروانباندی دیاغی طالبانو له خوانه برید شویدی.رپوټ وایی چی محمد قسیم فهیم دکندز په ولایت کی سفرکاوه چی دهغه پر کاروان باندی حمله وشوله.

XS
SM
MD
LG