د لاس رسي وړ اتصالات

اوه تنه امریکایان په ترهگری تورن شول


د امریکا چارواکیو په هغو اوو کسانو باندی چی دامریکا په شمالی کرولاینا ایالت کی اوسیږی دا تور لگولی دی چی په خارج کی یې د ترهگرۍ د حملو لپاره پلان جوړاوه.

په دغو مشکوکانو باندی دا تورلگیدلی دی چې دسیسه یې جوړوله، ترهگرانو ته یې مادي ملاتړ برابروه چی قتل وکړی، خلک برمته کړي ، فلج یی کړي او په خارج کې خلک ژوبل او زخمي کړي. هغوی د دوشنبی په ورځ محکمی ته را غوښتل شویدی.

د محکمی په احضاریه کی د ډلی مشر ٣٩ کلن ډانیل بوایډ او څو تنه نور مشکوکان په ٢٠٠٧ میلادی کال کی تل ابیب ته تللی دی چی له مرگ ژوبلی نه ډک جهاد کی برخه واخلی خو دهغوی هڅی ناکامی شوی.

څارنوال وایی چی ډانیل بوایډ د ١٩٨٩ او ١٩٩٩٢ کلونو په منځ کی افغانستان ته تللی و او هلته یی د ترهگرانو په کمپ کی روزنه لیدلی وه .

هغوی د ټوپک د استعمال روزنه ورکړل شوی وه. ترهغی وروسته هغوی کوشش کاوه چی دترهگری دحملو لپاره پیسی برابری کړی.

په دغه پیښه کی داندی ویل شوی چی دغه شپږ امریکا یی اتباع او یوسړی چی اصلا د کاسو وو دی د اپلان یی درلود او که نه چی په امریکا کی دننه حملی وکړی.

XS
SM
MD
LG