د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې چاودنې ٨ تنه ووژل


د افغانستان حکومت وایی د سړک دغاړی بم په هلمند کی اته تنه امنیتی ساتونکی وژلی دی او څلور تنه نوریی زخمی کړیدی. دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایی چی دغو امنیتی ساتونکیو په دوه موټرونو کی د سه شنبی په ورځ سفرکاوه چی بم وچاودیده.

دکورنیو چارو دوزارت رپوټ وایی چی بل بم د دوشنبی په ورځ په پکتیکا کی وچاودیده او دسړک دغاړی یو کارگر یی وواژه او دوه نوریی زخمی کړل.

دا چاودنی په داسی حآل کی کیږی چی د اگست د شلمی نیټی د جمهوری ریاست انتخاباتو ته لږی ورځی پاتی دی.

ددوشنبی په ورځ دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی هغو طآلبانو ته دسولی د خبرو وړاندیز وکړ چی دیته چمتو دی چی له زور زیاتی او مرگ ژوبلی نه لاس واخلی.

ښاغلی کرزي وویل چی که افراطیان په ښکاره ډول زور او زیاتی اومرگ ژوبله ترک کړی او سوله غوره کاندی نودی به له هغوی سره خبرو ته لیوال وی. له بل پلوه طالبانو دسولی خبری رد کړیدی.

هغوی وایی چی ترهغه وخت پوری به جگړی ته دوام ورکړی چی ترڅو پوری خارجی عسکر له افغانستان څخه وتلی نه وی.

XS
SM
MD
LG