د لاس رسي وړ اتصالات

گارډین: د افغانستان ماموریت پای ته رسیدلی!


د گارډین ورځپاڼه لیکي، د برتانیې د صدراعظم گورډن براون له خوا په هلمند کې د ماموریت د بریالي پای اعلانېدل هومره بې ځایه او عبث هم نه وه لکه د امریکا پخواني جمهور رئیس بوش چې په ٢٠٠٣م کال کې په عراق کې د محاربوي عملیاتو پای اعلان کړ، خو د براون دا اعلان له ورایه ښکاري چې له وخت نه مخکې دی.

صدراعظم براون پرون اعلان وکړ چې د هلمند ولایت د نیولو لپاره د پنځو هفتو سخت عملیات پای ته رسېدلي او برتانوي عسکر توانېدلي چې د ترهگرئ هغه ارتباط قطع کړي چې د افغانستان غرنۍ سیمې او برتانیه سره نښلوي.

گارډین لیکي، پرون دوه نور برتانوي عسکر هم په افغانستان کې ووژل شول.

دغه برتانوي ورځپاڼه لیکي، ښاغلی براون د برتانیې یوازنی د کابینې وزیر نه دی چې دا خیال پلو وهي. له دې څو ساعته مخکې خارجه وزیر ډیویډ ملیبنډ وویل، د افغانستان حکومت باید له طالبانو سره خبرې وکړي او هغو کسانو ته نورې لارې چارې برابرې کړي چې دا وخت په افراطیت کې لتاړ دي.

گارډین لیکي، که ددغو چارواکو خبرې سره یو ځای کړل شي نو د داسې یوه حکومت تصویر ورڅخه څرگندیږي چې دوو خبرو ته لاس تر زنې ناست دي: لومړی دا چې په هلمند کې پراخ عملیات په رښتیا پای ته رسېدلي دي او بل دا چې طالبان به اوس کرار کښیني او شین چای به څښي.

ورځپاڼه لیکي، د بیانیو دغه جریان ددې لپاره تنظیم شوی چې پر هغه اقدام پرده وغوړول شي چې لندن او واشنگټن په یقینا غواړي چې د مسئلې په اړه له سره غور وکړي. دغه دواړه ملکونه اوس له خپل هغه دریځ نه اوړي چې مخکې یې ویل چې تر هغو چې په افغانستان کې یو موثر حکومت نه وي تشکیل شوی، دوی به د خپل مسئولیت پوره کولو ته ادامه ورکوي. خو اوس دوی دې نتیجې ته رسیږي چې که په افغانستان کې موثر حکومت جوړیږي او که نه جوړیږي، خو په دغه ملک کې د سولې یو تړون لازم دی چې له مخې یې خارجي عسکر ووځي او طالبان په خبرو کې برخه واخلي.

د گارډین ورځپاڼه لیکي، دغه دوه تگلارې له یوې بلې نه توپیر لري. یوه یې پر دې مفکورې ولاړه ده چې په افغانستان کې موثر حکومت جوړ شي او بله تگلاره دا ده چې له افغانستان نه خارجي عسکر ووځي.

له هغه ځایه چې براک اوباما د وتلو پر یوې ستراتیژئ غور کوي، چې له وړاندې یې دغه کار پیل کړی دی، نو نتیجه دا ده چې په خبرو کې د هغو ټولو کسانو راگډول له امکان نه لیرې نه ده چې امریکا او برتانیه ورسره دا وخت په جگړه اخته دي.

ورځپاڼه لیکي، دا څو میاشتې کیږي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې رئیس جنرال ډیویډ پټریاس وايي، له ځینو طالبانو سره سوله او پخلاینه ممکنه ده او له ځینو سره نه ده ممکنه. ځکه نو د ښاغلي ملیبنډ دا پیشنهاد چې وايي له طالبان سره دې خبرې وشي، کومه نوې خبره نه ده. خو کوم قیمت چې حتی همدا پخلا کېدونکي طالبان به یې غوښتنه کوي، کیدای شي ډیر لوړ وي: دا چې خارجي عسکر باید ووځي، د افغانستان د نوي اساسي قانون لپاره لویه جرگه راوغوښتل شي او له طالبانو سره دې د حکومت ټولې څوکۍ ووېشل شي او حتی کیدای شي دوی دا غوښتنه هم وکړي چې د ځینو ولایتونو کنترول دې دوی ته وسپارل شي.

د برتانیې د گارډین ورځپاڼه لیکي، دغه ستراتیژي لږ تر لږه یو ستر عیب لري. هغه دا چې د طالبانو سره د سولې خبرې باید د کابل د حکومت له لارې وشي.

ورځپاڼه لیکي، د اسد د ٢٩مه نیټې انتخابات مهم دي. تر هغو چې دغه انتخابات کیږي، د کابل رژیم هم عملي تاوانايي او موثریت له لاسه ورکړی.

دا لیکي، دا د ټولو افغانانو غوښتنه نه ده چې دوی دې د طالبانو له چنگال نه خلاص کړل شي. د ډیرو پښتنو لپاره طالبان د مقاومت یو تحریک ښکاري چې په فساد کې د لتاړ یوه داسې حکومت په خلاف مبارزه کوي چې غرب یې تر شا ولاړ دی او د خارجي عسکرو تر سوري لاندې چلیږي. که حامدي کرزی بیا انتخابات وگټي، چې اوس همداسې تمه کیږي، د هغه انتخاب به دا مهمه پوښتنه راپیدا کړي چې آیا د هغه حکومت به ددې اعتبار ولري چې په خپل ملک کې یو سیاسي زیربنا تشکیل کړي.

گارډین لیکي، افغانانو ته لا تر اوسه دا عادي نه ده چې دوی د خپلو قومي مشرانو له خوښې پرته بل چا ته رایه ورکړي. خو که دوی دا کار ونکړي، او کرزی بیا انتخاب شي، نو طالبان به دا یو علت وگڼي او خپلې جگړې ته به ادامه ورکړي.

په هغه صورت کې نو بیا واشنگټن باید د یوه داسې حکومت پر ملاتړ له سره جدي غور وکړي چې په فساد ککړ اعمال یې د ستونزې حل نه بلکه د ستونزې یوه برخه ده.

د برتانیې د گارډین ورځپاڼه په خپله مقاله کې لیکي، له خپلو دوو مهمو حریفانو ډاکتر عبدالله او اشرف غني سره په یوې تلویزیوني مناظرې کې د کرزي نه گډون دا معنی ورکوي چې د هغه تگلارې لا تر اوسه تیاري نه دي او کرزی لا تر اوسه په دې فکر کې دی چې د پردې تر شا په معاملو کې بریالی کېدای شي.

XS
SM
MD
LG