د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: نوی هندي اوبتل سیمې ته خطر دی


د پاکستان خارجه وزارت وایییی دهند نوی اوبتل چی د اټومی وسلی د انتقالولو او استعمالولو توانایی لری په سیمه کی د سولی او ثبات لپاره خطر گڼل کیږي.

د پاکستان د خارجه وزارت یو نطاق عبدالباسط وایي پاکستان به مناسب گامونه اوچت کړی چی خپل امنیت وساتی خو دا کار به په داسی توگه وکړی چی له هند سره د وسلو د لاسته راوړلو په سییالی او مسابقه کی گډون ونکړی.

هغه وویل پاکستان په دی عقیده دی چی په جنوبی اسیا کې د سولی د ساتلو لپاره ستراتیژیک توازن موجودیت ضرور دی.

د هند چارواکی وایی چیی د اریهنټ یا ددښمن ویجاړوونکی اوبتل د یکشنبی په ورځ په سمندر کی د کار لپاره چمتو دی. ډیلی نیت لری چی ددغه اوبتل پنځه دانی جوړ کاندی او دا یې لومړنی دی.

د هند صدر اعظم من موهنسنگ وایی چی دا پروژه د هند د امنیت لپاره ډیره ضروری ده او ددې لپاره نده جوړه شوی چی بل څوک تهدید کاندی.

کله چی اریهنټ یا د دښمن ویجاړوونکی اوبتل کار ته چمتو شی نو ددی توانایی به ولری چی بیلسټیک توغندی چی اټومی کوپړۍ ولری وار کړی شی. رپوټ وایی اریهنټ شپږ زره ټنه وزن لری.

XS
SM
MD
LG