د لاس رسي وړ اتصالات

د ډاکتر عبدالله پر انتخاباتي کمپاین حمله شوې


د افغانستان د جمهوری ریاست د یوه کاندید پر سیاسی کارکوونکو باندی ناڅاپی حمله شویده د انتخاباتی مبارزی یو تنظیموونکی پکی زخمي شوی او موټروان یې وژل شوی دی.

دا حمله د لغمان په ولایت کی د پخوانی خارجه وزیر عبدالله عبدالله د انتخاباتی مبارزی په مسوول باندی شویده.

بل پلو د کورنیو چارو دوزارت رپوټ وایی چی بل بم د دوشنبی په ورځ په پکتیکا کیوچاودیده او دسړک دغاړی یو کارگر یی وواژه او دوه نوریی زخمی کړل. داچاودنی په داسی حآل کی کیږی چی د اسد د ۲۹مي نیټی د جمهوری ریاست انتخاباتو ته لږی ورځی پاتی دی.

ددوشنبی په ورځ دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی هغو طالبانو ته دسولی د خبرو وړاندیز وکړ چی دیته چمتو دی چی لهزور زیاتی اومرگ ژوبلی نه لاس واخلی.

ښاغلی کرزي وویل چی که افراطیان په ښکاره ډول زور او زیاتی اومرگ ژوبله ترک کړی او سوله غوره کاندی نودی به له هغوی سره خبرو ته لیوال وی.

له بل پلوه طالبانو دسولی خبری رد کړیدی .هغوی وایی چی ترهغه وخت پوری به جگړی ته دوام ورکړی چی ترڅو پوری خارجی عسکر له افغانستان څخه وتلی نه وی.

XS
SM
MD
LG