د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: راتلونکي انتخابات ډیر ستونزمن دي 


دافغانستان لپاره دملگرو ملتونو خاص استازی وايي، د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات دومره پیچلي دي چې مخکې یې ساری نه وو لیدل شوی.

کې آیده پرون د سه شنبې په ورځ د انتخاباتو د چارو د مامورانو کارونه وستایل او ویې ویل چې هغوی ډیر سخت ماموریت پر غاړه لري.

آیده وویل، دوی د اسد د میاشتې د ٢٩ نیټې د انتخاباتو بندوبست په داسې هیواد کې کوي چې سیمو ته موټر او حتی هلیکوپټرې نشي ورتلای.

تقریبآ اولس میلونه افغانان د رایې ورکولو مستحق دي چې تقریبآ په ټول هیواد کې اوه سوه انتخاباتی حوزی جوړې شویدي.

یو کتار لارۍ به د رایه اچولو مواد انتخاباتی حوزو ته رسوی او تقربیا درې زره خره به لیرې پرتو سیمو ته د رایې ورکولو پاڼې رسوي.

د افغانستان د ډیموکراسئ پدې لنډ تاریخ کې دا دویم ځل ډیموکراتیک انتخابات دي چې په دغه هیواد کې تر سره کیږي.

وسله والو پرون د سه شنبی په ورځ د موټرو په هغه کتار باندی حمله وکړه چې دافغانستان دجمهوری ریاست د مقام کاندید او پخوانی د بهرنیوچارو دوزیر عبداله عبداله لپاره د انتخاباتي مبارزی تنظیموونکی پکې و چې موټروان پکی ووژل شو. او دانتخاباتی مبارزی تنظیم کوونکی پکی زخمی شو. دغه حمله د لغمان په ولایت کې وشوه.

ددی هفتی په سر کې د جمهورئیس حامد کرزي راتلونکی مرستیال دمحمد قسیم فهیم دموټرو په کتار باندی دافغانستان په شمال کې طالبانو حمله وکړه چې دی ورنه بچ شو.

له بلی خوا د سه شنبی په ورځ دهلمند په ولایت کې مامورانووویل، دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې اته تنه امنیتی ساتونکی ووژول شول او څلورتنه نور زخمیان دی.

د زابل په ولایت کې دناټوپه مشری قوا وائې، دیاغیانو او دناټوعسکروترمنځ نښته وشوه چې یوملکی پکی ووژل شو او پنځه تنه نورزخمیان دی. دناټو په اعلامیه کې ویل شویدی چې دزخمیانو دناټو په اډه کې علاج وشو اویو تن له زخمونونه مړشو.

افغان ،برتانوي او امریکائې قواوی پدی ټینگار کوی چې دجمهوری ریاست دانتخاباتونه دمخه په ناارامه جنوب کې امنیت ټینگ کړی.

امریکائې ماموران پخپله نوی افغان سټراټیجی کې دملکیانو دامنیت ساتلو ته دافغانستان په ارامه جنوب کې د لومړیتوب حق ورکوی.

XS
SM
MD
LG