د ایران د قضائیه قوې یو ویاند وایي چې د اصلاحاتو یو سرکرده طرف دار چې د انتخاباتو نه وروسته نیول شوی و، نن به بیرته خوشې شي.
د محکمی یوه ویاند وویل چه سعید حجاریان د ایران د سترې محکمې د رئیس محمود هاشمي شهرودي په امر باندې خوشې کیږي او مقصد یې دادی چې د هغو کسانو په دوسیو باندې زر غور وشي چې د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو په تعقیب نیول شوي وو.
د سه شنبی په ورځ هم ایراني مقاماتو ١۴٠ قیدیان په ضمانت خوشې کړل.
د پارلمان یو غړی وایي ١٥٠ کسان نور هم په قید کې پاتې دي او دا هغه کسان دي چې کیدای شي د ډیرو سختو جرمونو تورونه پرې ولگلول شي.
د ایران مطبوعات وایي چې شل کسان به په راتلونکو څو ورځو کې محاکمه شي چې په دې جمله کې په هغوی باندې د وسلو او لاسي بمونو د ساتلو الزامونه هم لگیدلي دي.
د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته یو گڼ شمیر ژورنالستان، او د سیاسي گوندونو غړي ایراني مقاماتو ونیول. مخالفان وایي چې په انتخاباتو کی ټگي برگي شوې ده خو حکومت وایي چې انتخابات منصفانه وو.