د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: له عراق نه د عسکرو ایستل گړندي کوو


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس وایي ددې خبرې امکان شته چې متحده ایالات به د عراق نه د خپلو عسکرو د راویستلو کار گړندی کړي.

گیټس عراق ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کیدا تبصره نن وکړه.

د امریکاد دفاع وزیر وویل چې په عراق کی امنیتي وضعه مخ په ښه کېدو ده.

ټاکل شوې ده چې ټول امریکایي عسکر به دعراق نه د کال دوه زره یوولس میلادي پورې راووځي. امریکایي عسکر تیره میاشت د عراق دغټو ښارونو نه راووتل.

گیټس نن په ایربل کېد کردستاند سیمه ایز حکومت د جمهور رئیس مسعود بارزاني سره ملاقات وکړ او د عراق د مرکزي حکومت او کردانو تر منځ یې د اختلافاتو د ختمولو لپاره ورسره خبرې وکړې.

په عرا ق کې عربانپه اکثریت کې دي او کردان یو وړوکی اقلیت دی.

د سه شنبی په ورځ گیټس د عراق د صدراعظم نوري المالکي سره ملاقات وکړ او هم یېد دفاع د وزیر عبدالقادر محمد جاسم سره ولیدل.

رابرټ گیټس له عراقي مشرانو سره په دغه ملک کې د امریکایيعسکرو د آیندې په هکلهسلا مشوره وکړه.

XS
SM
MD
LG