د پاکستان پولیس وایي چې نن د شک لاندې څو تنو طالبانو د حکومت یو طرفدار قبایلي مشر وژلی دی.
دغه مشر د سوات د درید شنگلې په سیمه کې وژل شوی دی.
درې میاشتې مخکې په سوات کې د اسلامي شریعت د نافذولو په باب د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د ناکامئ نه وروسته، پاکستاني عسکرو د طالبانو په خلاف نظامي عملیات شروع کړل او وسله والو جنگیالیو یې هم په ځواب کې د حکومت د ملگروپهخلاف خپلې حملېزیاتې کړې.
تیره میاشت طالبانو په لاهور کې یو دیني عالم سرفراز نعیمي چېپه سوات کې یې د نظامي عملیاتو ملاتړ کاوه پهخپله مدرسه کې وواژه.
په دیره اسمعیل خان کې نن یو شیعه مدافع وکیل هغه وخت زخمي شو او محافظ یې ووژل شو چې د محکمی سره نژدې یې خپل موټر ودراوه.