د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو پر بلوچستان مرستې بندې کړې


ملگري ملتونه وایی چی د پاکستان په بلوچستان کی یې د مرستو عملیات وروسته له هغه بند کړي دي چی د هغو بیلتون غوښتونکو له خوا چی ددې کال په سر کی یې د مرستو رسولو یو کارکونکی وتښتاوه، گواښونه ورته وسول.

د ملگرو ملتو یوه نطاق نن د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چی دغه مؤسسه په دې سیمه کی خپل ځیني دفترونه د امنیتي ملحوظاتو په وجه بندوي. د بلوڅو د آزادۍ متحدي جبهې ددې میاشتي په سر کی خبر داری ورکړی و چی که د ملگرو ملتو کارکونکي د سیمي نه ونه وځي نو پر هغوی باندی به حملې وکړی.

بیلتون غوښتونکو دسږ کال د فبروري په میاشت کی په دې سیمه کی د ملگرو ملتو د مهاجرینو د ادارې د عملیاتو د څانگي رئیس وتښتاوه. هغوی گواښ وکړ چی خپل دغه یرغمل به ووژني مگر وروسته یې هغه د اپریل په میاشت کی خوشي کړ.

د بلوڅو د آزادۍ متحده جبهه د خپلي سیمي د پاره زیاته خود مختاري او په طبیعي منابعو کی زیاته ونډه غواړی.

XS
SM
MD
LG