د لاس رسي وړ اتصالات

هند: له پاکستان سره باید مذاکرات وشي


د هند صدراعظم وايي چې د تروریزم پر ضد د پاکستان پر مبارزې باندي باید اعتماد وسي او ددغه هیواد پر اقداماتو هم غور وسي. صدراعظم منموهن سنګ د ممبۍ د حملو په خاطر د اسلام آباد سره پر یو لړ همکاریو خبري وکړې خو ویې ویل چې دغه راز همکارئ باید نورې هم پراخې سي. صدراعظم د پاکستان په مقابل کې په یوه دفاعي سیاسي موقف کې دی.

د هند صدراعظم منموهن سنګ پارلمان ته وویل چې له پاکستان سره د جنګ پرته یواځنۍ بله لاره ددغه ملک له چارواکو سره مذاکرات دي. دغه راز منموهن سینګ زیاته کړه چې دا د هند په ګټه ده چې د پاکستان سره په مستقیمه توګه خبرې وکړي نه د کوم دریم اړخ له لارې.

سینګ وویل: "زه هیله مند یم چې د پاکستان مشرتابه به د دې توان ولري چې د هغو عناصرو پر ضد چې نه یواځي غواړي د پاکستان او هند امنیت د ګواښ سره مخامخ کړي بلکې د جنوبي آسیا راتلونکی هم خرابوي، جدي اقدامات وکړي".

منموهن سینګ دغه خبري وروسته له هغه کړې چې دواړو هیوادونو په مصر کې د ناپییلو هیوادونو د غونډې په جریان کې سره وکتل. دا په داسي حال کې ده چې د منموهن سینګ حزب د غړو تر مینځ ددغې کتنې په باب ډیره لیوالتیا نه تر سترګو کېږي.

په دغه ګډه بیانیه کې راغلي دي چې هند او پاکستان به په ګډه سره د تروریزم پر وړاندي مبارزه کوي او دغو هلو ځلو ته به د کشمیر د مسلې سره تړاوو نه وروکوي.

د دغې بیانیې وروسته د منموهن سینګ مخالفو ګوندونو د ده سره خپل سیاسي مخالفتونه لازیات کړل.

د بهارتیا جنتیا ګوند یو لوړپوري چارواکي یشوند سینها چې پارلمان ته د سینګ مخکي خبرې وکړې، وویل چې د مصر په غونډه کې د هند دغه بیانې د تسلیمۍ معنی ورکړه. دغه راز هغه زیاته کړه چې صدراعظم منموهن سینګ په دغه بیانیه کې پاکستان ته د تسلمۍ دریځ غوره کړ.

د بلي خوا ځینې نورې ډلې بیا وايي چې دغه بیانيه داسي څیړي چې ګواکي هند دا ومنله چې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې مداخله کوي.

د پاکستان حکومت د پخواه څخه پر هند باندې تور لګوي چې دغه هیواد د بلوچستان ملت پالي عناصر تمویلوي او په دغه پراخه لیکن نا انکشافه ایالت کې نارامیو ته لمن وهي.

خو د هند حکومت څو ځلي دغه تورونه رد کړي دي.

صدر اعظم منموهن سنګ پارلمان ته په خپلو خبرو کې وویل چې هغه د مصر په ګډې بیانې کې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ته دا وویل چې هند دې ته آماده دی چې د بلوچستان د مسلې په باب پر موجودو اندېښنو باندي د پاکستان سره خبري وکړي ځکه چې ده وویل چې هند غواړي ټول مسایل په ښکاره توګه مطرح کړي او هیڅ مسله پټه نه کړي.

منموهن سینګ وویل: "ما پاکستاني پلاوي ته وویل چې هند هیڅ کله دا نه غواړي چې پاکستان بې ثباته سي او نه د پاکستان پر وړاندې کوم بد نیت لري.

دغه راز منموهن سینګ وویل چې یو سوکاله، با امنه او مترقي ګاوندی تل د هند په ګټه دی".

د هند او پاکستان ترمنیځ د سولې د خبرو مسله د هند پر تجارتي ښار بمبیی باندې د تیرکال د نومبر د تروریستي حملو را په دېخواه پیل سوې. په دغه تروریسي پېښه کې یو تروریسي ګروپ چې په پاکستان کې تربیه سوی وو، یو لړ حملې وکړې چې په نتېجه کې یې د ۱۶۰ تنو څخه زیات خلګ ووژل سول.

د یادولو وړ ده چې هند او پاکستان پخواني حریفان دي او د بریتانیې د وتلو وروسته یې څو جګړې سره کړي دي.

XS
SM
MD
LG