د لاس رسي وړ اتصالات

ټلیگراف: د طالبانو سره مذاکرات د ماتې پالیسي ده


د ټیلیگراف خپرونه لیکی، د برتانیی دخارجه وزیر ډیویډ میلبند وینا دافغانستان په برخه کی دناټو په مرکزی دفترکی دښمنانو ته بالکل غلط پیغام ور ولیږه. خارجه وزیر میلبند غږ وکړ چی له هغو طآلبانو سره دی سیاسی معامله وشی چی معتدل دی. ددی هلو ځلو مقصد دادی چی یاغیان به سره بیل او جلا کړی شی.

هغه وویل چی یوه داسی سیاسی ستراتیژی دی عملی شی چی پخلاینه او ټولنی ته دهغوی د بیا راوسلتو بهیر پکی شامل وی. ددی مانا داده چی په اوږده موده کی به په افغانستان کی یوه داسی سیاسی روغه جوړه منځته راشی چی ټول به پکی شامل وی.

ورځپاڼه لیکي، دا پالیسی محآفظه کاره پښتانه ملت پالان لیری کوی. هغه کسان چی په محلی سطحه اسلامی حکومت غواړی له هغو نه یی بیلوی چی په وسله وال جهاد باندی په نړیواله سطحه عقیده لری. او هغوی ته په کافی اندازه نقش په محلی سیاست کی ورکوی. خو که چیری هغوی له خپل حکومت سره دمقابلی لاره ترک کاندی.

په حقیقت کی میلبند وایی برتانیه او امریکا باید دیته چمتو وی چی دطالبانو هغه څانگه چی همکاری کوی او معقول دی هغه بیرته دافغانستان په سیاست کی دخیل کړی.

ټیلیگراف لیکی ددی خبری مانا به داوی چی د جرمنی د برلین له سقوط نه وروسته نازی جرمنیان بیرته قدرت ته ورسول شی او دا خمر روژ کسان بیرته د کمبودیا واکداران سی.

ټیلیگراف لیکی دامهمه نده چی دمذاکراتو ددی ستراتیژی الفاظ څومره تغیراو تبدیل شی خو د شکست او او ارامولو څرک ترینه لگیږی.

داخبره په دی کی هم ناکامی څرگندوی چی دافغانستان شخړی ته دهغه نړیوال جنگ په نتاظر کی وکتل شی چی دافرآطیانو له خوانه پیل شویدی او غواړی چی غرب او ازاده نړی تخریب کاندی.

د ټیلیگراف خپرونه لیکی چی دناټو عسکر هلته ددی لپاره جگړه نه کوی چی یوداسی حکومت بیرته راولی چی له ښځو سره پکی د څلورمه درجه اتباعو په څیر سلوک کیږی او د شخصی ازادی حقوق پکی نشته.

اخبار لیکی چی ددی لپاره به ډیره کمه موده ولگیږی چی معتدل طالبان بیرته خپل پخوانی حآلت ته ور وگرځی او دالقاعده لپاره خوندی ځای شی او دنیویارک ، واشنگټن او لندن خلاف حملی وکړی.

ټیلیگراف لیکی چی د میلبند دریځ د برتانیی د پخوانی دفاع دوزیر ډیس براون په څیر ښکاری هغه د لیبر گوند لومړنی وزیر و چی ویل یی له طالبانو او همدارنگه حزب الله سره دی خبری وشی.

اخبار لیکی هغه به ویل چی د شخړو لپاره د حل په لاره کی بایدداسی خلک سره رانیژدی کړی شی چی په دی عقید ه دی چی دهغوی سیاسی عزایم د جگړی په واسطه لاسته راوړل کیدلی شی او هغوی باید یوی داسی د حل لاری ته راوستل شی چی داخبره ومنی چی دهغوی سیاسی عزایم د سیاست او سیاسی روغی جوړی له لاری هم ترسره کیدلی شی نوجگړه دی بنده کړی شی.

د ټیلیگراف اخبار په پای کی وایی چی پکارده برتانیه داسی ستراتیژی عملی نکړی چی دیته اجازه ورکوی چی طالبانو ته د ی لاره برابره کړی چی بیرته قدرت ته راشی.

اخبار وایی که چیری دغی پالیسی ته دعملی کولو اجازه ورکړل شی نو ښایی بالاخره په سیمه کی دالقاعده په څیر ډلو سره هم مذاکرات اوسیاسی روغی جوړی وشی.

XS
SM
MD
LG