د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن ټایمز: له طالبانو سره سوله ناممکنه ده


د امریکا د واشنگټن ټایمز ورځپاڼه د جولای په ٢٩مه لیکی چی دافغانستان لپاره د خروج ستراتیژی د جگړې د گټلو ځای نشی نیولی.

د دوشنبی په ورځ د برتانیی خارجه وزیر ډیویډ میلبند له معتدلو طالبانو سره د خبرو لپاره غږ کړی و چی دهغه پرمختگ لپاره چی د افغانستان په جنوب کی شوی و نور هم ملاتړ برابر کړی. د برتانیی د گارډین ورځپاڼه رپوټ ورکوی چی په لندن او واشنگټن کی حتی د نظامی خروج د پالیسی په برخه کی خبری کیږی.

د واشنگټن ټایمز ورځپاڼه په خپله سرمقاله کی پوښتنه کوی چی ایا دومره ژر له افغانستان نه ووزو؟. په دی نیژدی ورځو کی خو عسکرو هغه سیمی له طالبانونه پاکی کړلی چی پخوا یی نیولي وې اوڅومره چې توقع وه له هغی نه کمه جگړه وشوه.

په عمومی ډول یاغیان هغه جگړه نه کوی چی د امریکا او ایتلاف په زرگونو عسکر پکی برخه ولری او هلمند او نورو سیمو ته روان وی.

له نظامی پلوه دا معقوله ښکاری چی کله د هغوی شمیر کم وی نو هغوی به په هغه ځای کی جگړه کوی چی هلته بالکل له منځه ولاړنشی.


واشنگټن ټایمز لیکی چی د طالبانو قوت د هغوی په تحرک او مورال کې دی. دهغوی دا اوسنۍ پالیسی د ملاعبدالغنی برادر په واسط چی په طآلبانو کی دقدرت په لحاظ دویمه درجه سړی دی، جوړه شوی ده.

نیوزویک لیکي چې هغه خپلو قوماندانانو ته وویل چې په دا اوس وخت کی د خرپ اوترپ په جگړه باندی، په ناڅاپی حملو باندی او د سړک غاړو ته د ماینونو په ښخولو باندی زیات تمرکز وکړی.

رپوټ وایی چی ملابرادر خپلو قوماندانانو ته وویل چی امریکا غټ نظامی قدرت لری خو موږ ترهغی لا ستره عقیده او ستر تعهد لرو.

ددی خبرو په کولو سره باید موږ په دی کی هم تعجب ونکړو چی طالبان داهم غواړی چی مذاکرات وکړی ځکه پخوایی ورته ډیره گټه کړی وه ؛ مذاکرات دخرپ او ترپ د جگړی خلکو ته د چټکتیا یو تاکتیک دی نه د حل یوه دوامداره لاره.

که دښمن دیته هڅول کیدلی شی چی ولاړشی نو دا تردی ډیره اسانه ده چی دهغه دایستلو کوشش وشی. طالبانو د سپیتمر په ٢٠٠٦ کال کی د هلمند په موسی کلا کی له یوی متارکی سره موافقه کړی وه. هغوی وعده وکړله چی له مرگ ژوبلی نه لاس واخلی. هغوی داموافقه د ناټو د یوه برتانوی جنرال ډیویډ ریچرد سره چی په دی متارکه کی یی مذاکرات کړی وو کړی وه او هغه له ښارنه ووت.

خو د ٢٠٠٧ میلادی کال په فبروری کی طالبانو پرموسی کلا حمله وکړله او هغه معتدل قبیلوی مشر یی بندی کړ چی په دی روغه جوړه کی یی منځگړتوب کړی و.

واشنگټن ټایمز لیکی چی له طالبانو سره توافق او روغی جوړی به چی ددی سبب کیږی چی زموږ عسکر له هغه ځای نه ولاړشی – یقینا ډیری ژر له نظره وغورځول شی. طالبان به ډیر ژر هغه سیمی بیرته ونیسی چی پخوایی نیولی وی. اوهغوی به موږ بیرته هغه حآلت ته راولی چی ددی ضرورت به وی چی بیا یی ترینه وشړو.

XS
SM
MD
LG