د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کی د ناټو ۴ عسکر وژل شوي


نظامي چارواکي وايي، په افغانستان کې درې امریکايي عسکر او یو فرانسي عسکر په جلا جلا حملو کې وژل شوي دي.

د ناټو او امریکا عسکر وايي، په کندهار کې نن د سرک د غاړې په دوو چاودنو کې درې امریکايي عسکر وژل شوي دي.

فرانسوي عسکر وايي، د کابل په شمال کې له تندروانو سره په یوې نښته کې د دوی یو عسکر وژل شوی او دوه نور زخمي شوي دي.

د جولای میاشت په افغانستان کې د ٢٠٠١م کال راهیسې د خارجي عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه. په دغه میاشت کې لږ تر لږه ٧٥ ایتلافي عسکر وژل شوي چې په دوی کې ۴٣ امریکايي او ٢٢ برتانوي عسکر شامل دي.

په زرهاوو عسکر برتانوي او افغان عسکر په هلمند کې د طالبانو په خلاف د پراخو عملیاتو وروسته اوس هم په سیمه کې په عملیاتو کې برخه لري. دا په داسې حال کې ده چې د اسد په ٢٩مه په افغانستان کې عمومي انتخابات کیږي.

XS
SM
MD
LG