د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ٦ عیسویان وژل شوي


د پاکستان چارواکي وايي د پنجاب په ایالات کې شپږ عیسویان چې څلور یې ښځې دي، له مسلمانانو سره په جگړو کې وژل شوي دي.

د پاکستان د اقلیتونو د چارو وزیر، شهباز بهټي وویل، یوې ډلې راډیکال مسلمانانو د گجران په ښار کې وروسته له هغه د د عیسویانو کورونه ور وسوزل چې پر دوی یې تور ولگاوه چې د اسلام مقدس کتاب قران شریف ته یې بې احترامي کړې ده.

بهټي وویل چې ددغو تورونو د اثبات لپاره کوم ثبوت نه دی موجود.

له بلې خوا، پولیس وايي د القاعدې سره د تړلي یوې ډلې غړی یې نیولی دی.

راو شاکر د لشکر جنگوي غړی دی او نن اسلام آباد ته نږدې ونیول شوی.

پر هغه تور دی چې د تیر کال ماریاټ د هوټل د حملې په شمول په ځینو ځانمرگو بریدونو کې لاس لري.

کراچۍ کې د تعمیر د نړېدو له امله ١٣ تنه وژل شوي

چارواکي وايي، د پاکستان د کراچئ په ښار کې د یوه پنځه منزله ودانۍ د نړېدلو په نتیجه کې لږ تر لږه ١٣ تنه وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دغه پیښه د جمعې په ورځ ناوخته د لیه مارکیټ په سیمه کې شوه چې گڼه گوڼه پکې ډیر زیاته ده. په پیښه کې اکثره ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

د ژغورنې عملې نن د شنبې په روځ هم د نړېدلي ودانۍ تر خاورو خځلو لاندې په ژوندي پاتې انسانانو پسې کتل.

چارواکي چې د پیښې د علت د معلومولو لپاره تحقیقات کوي وايي، دغه ودانۍ ممکن د موسمي سختو بارانونو له امله کمزورې شوې وه.

XS
SM
MD
LG