د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د مسلمانانو او عیسویانو جنجال


د پاکستان ملیشا قواووی نن په داسی حال کی د گوجرا په ختیځ ایالت کی گزمی کوی چی د مسیحیانو په کلیسا او کورونو باندی په حملو کی د مړیو شمیر اوو تنو ته ورسید.

چارواکی وایی چی یوی ډلی بنسټ پالی اسلامی ډلی پرون د مسیحیانو کلیسا او د هغوی تقریبا ۴٠ کورونو ته اور واچاوه.

په هغوی باندی تور لگیدلی و چی قران اعظیم الشان ته یی سپکاوی کړی وو.

د اقلیتونو لپاره د حکومت وزیر شهباز باتی وویل چی د دی تور د ثبوت لپاره هیڅ ډول شواهد نه دی موجود.

دغه شخړی د پنجشنبی په ورځ پیل شوی او مخکی له دی چی پرون بیا پیل شی مخه یی ونیول شوه.

په ټلویزیونو کی وښودل شول چی کورونو ته اور اچول شوی وو او په کوڅو کی د اور لوگی پورته کیدل.

همدا شان د ټوپکو د ډزو رپوټونه ورکړل شوی دی او یو شمیر خلک زخمی شوی دی.

پاکستانی چارواکیو د مسلمانانو او مسحیانو دواړوو نه غوښتی چی د جنگ نه لاس واخلی.

د پاکستان د لږ تر لږه ١٥٠ میلیون مسلمانانو یو ډیر وړوکی اقلیت مسیحیان دی.

بل پلو د پاکستان پوځ وایی چی د سوات او مله کنډ په عملیاتو کی یی څلور یاغیان وژلی او د یوه محلی قوماندان په شمول یی ٢٨ تنه یاغیان نیولی دی.

XS
SM
MD
LG