د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: له عاليرتبه طالبانو سره دې خبرې وشي


د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملگرو ملتونو عالي رتبه استازي (کا آیډه) وویل په افغانستان کې د بحران د پای ته رسولو لپاره په کار ده چې د طالبانو له عالي رتبه چارواکو سره مذاکرات پیل شي.

د ملگرو ملتونو له خوا له افغانستان سره د مرستو د ادارې (یوناما) رئیس پرون د یکشنبې په ورځ خبرې کولې.

خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر د مذاکراتو پیشنهاد رد کړی او ویلي یې دي تر څو چې له افغانستان نه ټول خارجي عسکر ونه وځي د سولې خبرې امکان نلري.

یوازې په همدې تیرو دوو ورځو کې په افغانستان کې نهه خارجي عسکر وژل شوي دي. په دوی کې شپږ امریکایان، دوه کاناډایان او یو فرانسي عسکر شامل دی. له دې سره په یوه وخت کې تندروانو د آینده انتخاباتو پر کاندیدانو او د هغوی پر انتخاباتي کمپاینونو باندې هم حملې زیاتې کړي دي.

د جولای میاشت په افغانستان کې د خارجي عسکرو لپاره د ٢٠٠١م کال راهیسې تر ټولو خونړۍ میاشت وه. نږدې ٧٥ عسکر ووژل. دوی ته اکثره دغه تلفات د هیواد په جنوب او ختیځ کې اوښتي دي.

دا وخت په زرهاوو برتانوي او امریکايي عسکر کوښښ کوي چې د اسد د ٢٩مې له انتخاباتو مخکې د افغانستان په جنوبي ناکراره ولایتونو کې امنیت ټینگ کړي.

XS
SM
MD
LG