د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني عیسویان د اعتراض په توگه خپل ښوونځي تړي


په پاکستان کې عیسویانو خپل ښوونځي د احتجاج په ډول د درې ورځو لپاره تړلي دي.

دوی له دې امله احتجاج کوي چې مسلمانانو تیره هفته د پنجاب په ایالات کې د شخړو په ترڅ اووه عیسویان ووژل.

په پاکستان کې د عیسوي اقلیت ډلې مشرانو ویلي دي چې د وژل شویو کسان په ویر به سر له دوشنبې د دوی ټول ښوونځي او پوهنتونونه د درې ورځو لپاره تړلي وي.

د مسلمانانو یوې سخت دریځې ډلې د تیرې پنجشنبې په ورځ د پنجاب د گجران په ښار کې وروسته له هغه یوې کلیسا او د عیسویانو کورونو ته اور واچاوه چې پر دوی یې تور ولگاوه چې د اسلام مقدس کتاب قران شریف ته یې بې احترامي کړې ده.

خو د پاکستان چارواکو وروسته وویل چې ددغو تورونو د اثبات لپاره هیڅ ډول شواهد نه دي موجود.

د عیسویانو مشرانو غوښتي چې حمله کوونکي باید محکمې ته راوستل شي.

د پاکستان د قانون له مخې دین ته سپکاوی منع دی او د قانون له مخې هغو کسانو ته د مرگ سزا هم ورکول کیدای شي چې قرآن شریف ته په سپکه سترگه وگوري.

په پنجاب کې دا وېره موجوده ده چې کیدای شي دغه فرقيي شخړې نورې هم پراخې شي.

د پاکستان ملیشې په سیمه کې گزمې کوي چې د نورو ممکنه نښتو مخه ونیسي. چارواکو پر مسلمانانو او عیسویانو دواړو باندې غړ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سیمې امن وساتي.

XS
SM
MD
LG