د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتانامو زندانیان امریکا ته انتقالیږي


د امریکا مقامات وايي، د اوباما حکومت په پام کې لري چې د گوانتانامو له زندان نه ټول بندیان په امریکا کې داسې یوه زندان ته را انتقال کړي چې ځانته ځانگړي ملکي او نظامي محکمې ولري.

چارواکي وايي، ددغه زندان نظارت به د امریکا د دفاع، کورني امنیت او عدلیې د وزارتونو پر غاړه وي. کلک امنیت به یې نیول شوی وي او د بندیانو ساتنه به ددغو دریو وزارتونو تر منځ ویشل کیږي.

په واشنگټن کې حکومتي چارواکي وايي، ددغه زندان لپاره د ځانگړي محکمې جوړول د اوباما د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي ددغه کال تر پایه پورې د گوانتانامو زندان وتړي.

چارواکي وايي، په دغه زندان کې به ټول هغه بندیان ساتل کیږي چې د زندان موده یې نه ده معلومه او یا د خوشې کولو لپاره آماده دي خو تر اوسه پورې هیڅ هیواد نه دی حاضر شوی چې دوی په خپله خاوره کې قبول کړي.

ددغو زندانیانو شمیر چې دوسیې یې تصفیه شوي او خلاصېدو ته آماده دي، شمیر یې پنځوسو ته رسیږي او امریکا کوښښ کوي داسې ملکونه پیدا کړي چې دوی قبول کړي.

XS
SM
MD
LG