د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا امریکايي ژورنالستانې راخوشې کړې


دوه امریکایی ژورنلستانې چې د شمالی کوریا حکومت خوشې کړي دي بیرته خپل هیواد ته رارواني شوي دي.

یوه الوتکو ته چې ازاده شوې ژورنالسته لارا لینگ او دهغی ملگری یونا لي په کی سپاره دي، توقع کیږي چې نن به د لاس انجلیس په هوایي ډگر کې راښکته شي.

ددغو دوو ژورنالستانو سره د امریکا پخوانی جمهور ریس بل کلنټن هم ملگری دی.

ښاغلي کلنټن ددغو دواړو ژورنالستانو په خوشی کولو کې مرسته وکړه. بل کلنټن د همدې مقصد لپاره شمالي کوریا ته پرون سفر وکړ او ددغه هیواد د مشر کیم جانگ ایل سره یې په پوینگ یانگ کې ملاقات وکړ.

د شمالی کوریا مقاماتو دغه دواړه ژورنالستانې سږ کال د مارچ په میاشت کی هغه وخت ونیولې چې د چین نه په غیرقانونی ډول د شمالي کوریا خاورې ته ورننوتلې.

د شمالي کوریا حکومت اعلان کړی و چې دغو دواړو ژورنالستانو په اصطلاح د شمالی کوریا په خلاف د خصومت نه ډک اعمال سر ته رسولي دي او په دولس کاله شاقه حبس یی محکومې کړې.

نوموړو امریکایی ژورنالستانو د کرنټ په نوم د یوه امریکایي تلویزون لپاره دهغو مهاجرو په باب یو فلم جوړوه چې د شمالی کوریا نه چین ته ځي.

ددغه تلویزون شریک مالکیت د امریکا د جمهور ریس د یوه پخواني مرستیال الگور په غاړه لري.

د امریکا خارجه وزیره چې د بل کلنټن میرمن ده او فعلا د افریقا په سفر وتلې ده، پرون یی په نایروبی کې خبریالانو ته وویل چې ددغو دواړو ژورنالستانو د خوشی کیدلو د خبر په اوریدلو ډیره زیاته خوشحاله شوې ده او زړه یی ارام شو.

د امریکا خارجه وزیرې د شمالي کوریا د حکومت دا خبره ونه منله چې وایي د امریکا پخواني جمهور ریس ورڅخه ددی پیښی له امله معذرت وغوښته.

سپینه ماڼۍ وایي چې شمالي کوریا ته د بل کلنټن سفر شخصي بڼه لرله او نیول شوو ژورنالستانو د کورنیو په غوښتنه یې دغه سفر کړی و.

امریکایي مقامات وایي چې ښاغلي کلنټن د شمالی کوریا د حکومتی مشرانو سره په بله کومه مسله خبرې نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG