د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې واده ته روان خلک وژل شوي


افغان چارواکي وايي، په هلمند کې د بم په چاودنه کې ٢١ تنه نه بلکه ٥ تنه ملکیان وژل شوي دي.

دغه کسان نن د هلمند د گرمسیر په ولسوالۍ کې په یوه تراکتور کې واده ته روان وو چې موټر یې د سرک د غاړې په بم ور برابر شو.

چارواکي وايي، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په پیښه کې پنځه تنه نور زخمیان شوي دي.

په هلمند کې طالبانو خپلې حملې په دې نیت زیاتې کړي دي چې د اسد د ٢٩مې انتخابات گډوډ وکړي. د امریکا او ناټو عسکر کوښښ کوي چې د انتخاباتو د نیټې د رارسېدو وړاندې په سیمه کې ثبات ټینگ کړي.

له بلې خوا، ناټو وايي د افغانستان په لویدیځ کې د سرک د غاړې په یوې بلې چاودنې کې یو امریکايي عسکر وژل شوی دی. په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې وژل شوي عسکر د ناټو په هغې گزمې کې روان وو چې یو مشکوک بم ښخوونکی یې تعقیباوه.

XS
SM
MD
LG